تاند، چهار شنبه، د میزان ۱۰مه: د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د شکایتونو موده پرون پایته ورسېده چې په ترڅ کې یې د ټاکنو له ورځې څخه ۴۳۶۷ شکایتونه ورسره جمع شويدي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون ویاند قاسم الیاسي نن سهار له تاند سره په خبرو کې وویل، دغه ټول شکایتونه په مرکز او ولایتونو کې ورسره ثبت شوي دي چې ډېر یې د کابل، هرات او جوزجان اړوند دي، خو په وینا یې چې تر ټولو کم شکایتونه په نیمروز زابل، نورستان او سمنګانو کې ثبت شوي دي.

د ښاغلي الیاسي په خبره په کابل ولایت کې ورته ۱۵۷۸، په هرات کې ۴۹۰ او په جوزجان ولایت کې ۱۳۱ شکایتونه ورسره په ولایتي دفترونو کې ثبت کړای شوي دي: (( همدا راز په نورستان کې ۱۰، په کندوز کې ۸، په سمنګانو کې ۴ او په زابل کې ۳ شکایتونه ثبت شوي، خو نیمروز کې بیا یو شکایت هم نه دی رارسېدلی.))

نوموړی وايي، د ابتدايي معلوماتو له مخې ورته معلومه شوې چې زیاتره شکایتونه د تخنیکي ستونزو په تړاو دي.

بلخوا د دولت ساز ټاکنیزه ډله وايي، دوی تر اوسه زر او د ثبات او همپالنې ډله وايي، دوی د خپلې مقابلې حریفې ډلې له درغلیو څخه ۱۱۰۰ شکایتونه ثبت کړي دي.
ولسمشریزې ټاکنې د میزان په شپږمه ترسره شوې چې تېره ورځ په کې د ټاکنو کمېسیون د ګډون کوونکو خلکو شمېر له دوه نیم میلیونو څخه زیات اعلان کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *