تاند، چهار شنبه، د میزان ۱۰مه: په زابل کې د ټاکنو د کمېسیون ولایتي چارواکي وايي، د دې ولایت په اتغر ولسوالۍ کې یوازې درې رایې کارول شوي، خوپه دایچوپان اوخاک افغان ولسوالیو کې هیڅ ټاکنې نه دي شوي.

د زابل د ټاکنو ولایتي دفتر مسوول محمد هاشم درانی وايي، په زابل کې سږ کال ولسمشریزو ټاکنو کې ۷۲ زره کسان ګډون کړی و چې له دې منځه ۶ مېرمنې وې.

نوموړی وايي، د ټاکنو په ورځ یې ۱۸ زره کارکوونکي استخدام کړي وو چې له دې منځه هم یوازې ۱۸۰۰ مېرمنې وې.

ښاغلی درانی زیاتوي، په زابل کې خلک د امنیتي ستونزو له کبله تر ډېره ټاکنیزو مرکزونو ته ورنغلل ځکه نو په اتغر ولسوالۍ کې یوازې ۳ رایې کارېدلې دي: (( په خاک افغان او دایچوپان ولسوالۍ کې هیڅ ټاکنې ونه شوې، خلکو ثبت نام کړی و، مګر د امنیتي ستونزو له کبله رانغلل.))

د یادونې ده چې زابل د هېواد په جنوب کې مهم خو ناامنه ولایت دی چې په ګڼو سیمو یې طالبان نفوذ لري.

One thought on “ولسمشریزې ټاکنې: یوه ولسوالۍ کې یوازې درې رایې کارېدلي”
  1. یواځې نا امني د زابل درنو او قدرمنو اوسېدونکو ته دا برائت نشي ورکولی .
    زمونږ ملي احساس او غرور او له خپل وطن سره مینه باید بېرته را ژوندۍ شي.
    په هره ولسوالۍ کې سلګونه دولتي پرسونل ، افسران او سرتېري اوسيږي . له دې اتلس زرو استخدام شویو کارکوونکو له ډلې هم یو څو نفره به په دغو ولسوالیو کې کار کړی وي. زما په آند دا ټول د بې تفاوتي او غفلت څرګندوئي کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *