تاند، چهار شنبه، د میزان ۱۰مه: د ولسمشرۍ نوماند ګلبدین حکمتیار ادعا کړې چې د اشرف غني د رایو دوه پر درې برخه جعلي دي او دی به یوازې د بایومتریک شویو رایو پایلې ومني.

ښاغلي حکمتیار نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، حاکم ټیم پراخه درغلي کړې او کمېسیون باید د شفافیت اصل ته ژمنتیا وښيي.

ښاغلي حکمتیار ادعا کړې چې د پکتیا په روحاني بابا ولسوالۍ حکومت حاکمیت نه لري او چارواکي يې له ګردیز ولسوالۍ څخه خپل کارونه مخته وړي، مګر په دغه ولسوالۍ کې د دولت ساز ټاکنیزې ډلې په صندوقونو کې ۱۹ زره رایې اچول شوې دي: (( که د دولت ساز ټاکنیز ټیم د جعلکارۍ ستونزه حل نه شي د راتلونکي حکومت تشکیل نه منو، زه هیله مند یم چې ټاکنې بحران لا زیات نه کړي.))

بلخوا د ټاکنو کمېسیون یو غړی ملا عبدالله د ګلبدین حکمتیار د څرګندونو په غبرګون وايي، کمېسیون د حکمتیار د مرستیالانو په حضور کې پریکړه کړې ده چې له بایومتریک څخه پرته رایې باطلې دي.

ښاغلی حکمتیار په داسې حال کې د ټاکنیزو درغلیو خبره کوي چې پخپله یې هم په بې سټیکره تذکره رایه ورکړې ده او نوم یې هم د رایه ورکوونکو په لیست کې نه و ثبت کړی.

2 thoughts on “حکمتیار: د اشرف غني دوه پر درې برخې رایې جعلي دي”
  1. ګلبدين له کله را په دخوا دومره رښتين شوي دي چه اوس زوړ شو او خپله پسکه نشي ټينګه ولاي د پاکو رايو غوښتنه کوي، حال داچه خپل ژوند يي ټول په درغليو او د پنجاب په جاسوسي کي تير کړ

  2. سمه ده، کېدای شي چې يو څه به جعلي وي، خو دوه پر درې برخې هغه هم د يو مفسر له شان سره دومره ښکرور دروغ ښه نه ښايي. خير وبه وګورو چې څه پايله د ټاکنو د اعلان پر ورځ مخې ته راځي؟ خپله به دې څه حال وي؟ رنځور پر حال ښه پوهيږي چې څه ورپېښ شوي او له څه شي نه کړيږي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *