تاند، چهار شنبه، د میزان ۱۰مه: د افغان ولسمشریزو ټاکنو نوماند فرامرز تمنا وايي، په ټاکنو کې د خپلو بریاو د اعلان په اړه د ځینو نوماندانو له غیر مسوولانه او بېړنیو څرګندونو د بحران بوی راځي.
ښاغلي تمنا نن په یو خبري کنفرانس کې ویلي، نه یوازې ځیني نوماندان بلکې یو شمیر خام سیاستوال هم غیر مسوولانه او له سیاسي اخلاقو پورته خبرې کوي چې دا د هیواد په زیان تمامیدلی شي.
فرامرز تمنا هم تور لګولی چې د شنبې ورځې ټاکنو کې پراخه درغلي شوې ده، خو په وینا یې چې د ټاکنوخپلواک کمیسیون دې اوس خپل مسوولیت په سمه توګه ادا کړي.
دده په خبره یوازې بایومیتریک شوې رایې ټولو نوماندانو ته د منلو وړ دي او تر هغه پرته نورې رایې باطلې او له درغلۍ ډکې بولي.
ښاغلی تمنا په نوماندانو او سیاستوالوغږ کوي چې، د ټاکنو خپلواک کمیسیون پرېکړو ته دې درناوی وکړي او له وخت مخکې غیر مسوولانه اعلانونه یې د هېچا په ګټه نه دي او دا د ملت رایو ته سپکاوی دی.
Abdullah Abdullah was the first one to say his team is the winner, Muslimyar said in the senate hall that he will make even the father of some lady, in election office, to count the nonbiometric votes. It looks like this election result will create another turmoil in the country.