تاند، چهار شنبه، د میزان ۱۰مه: د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، طالبان د پاکستان نیابتي جنګیالي او ګوډاګیان دي خو په وینا يې افغانان به هیڅکله د پاکستان غلامي ونه کړي.

ښاغلي محب په نیویارک کې د امریکا د بهرنیو چارو یو فکري بنسټ ته په وینا کې ویلي، که افغانانو د شوروي اتحاد غلامي ونه منله نو د هغه هيواد غلامي خو هیڅکله نه مني چې خپلو خلکو ته ډوډۍ نه شي ورکولی.

ښاغلي محب د امریکا د ولسمشر ټرمپ له لوري له طالبانو سره د مذاکراتو د لغوه کولو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې طالبان له هیچا سره سولې ته چمتو نه دي: (( هغوی یوازې پر افغانستان واک ټینګول او حکومت کول غواړي، هغوی د خپلې فتحې د تقریرونو په چمتو کولو بوخت دي.))

نوموړي ویلي، که د سولې په هوکړه لاسلیک شوی وای، افغانستان به په لوی لاس طالبانو ته تسلیم کړای شوی وای او دا خبره به افغانانو او امریکایانو هیڅکله نه وای منلې.

ښاغلي محب ویلي شورویان تر طالبانو څو چنده ښه وو، ځکه هغوی د ودونو په هوټلونو بریدونه نه کول: (( هغوی کم تر کمه زموږ بنسټونه راته جوړول دوی خو هر څه ورانوي.))

ښاغلي محب زیاته کړې طالبان په فکري، سیاسي او جنګي لحاظ له منځه تللي دي: (( افغان جګړه داسې نه ده چې ختمېدل به ونه لري، موږ په نظامي ډګر کې د دغې جګړې پای وینو، طالبان اوس همغه څه انتخابولی شي چې موږ یې توقع لرو.))

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي محب څه موده وړاندې په امریکا کې یوه مرکه کې ویلي وو، د سولې په پروسه کابل جدي نیوکې لري او خلیلزاد غواړي په افغانستان کې د بریټانوي هند د وایسرای رول ولوبوي.

له دغو څرګندونو وروسته له محب او کابل سره د امریکا اړیکې خړې پړې شوې وې.

هغه مهال داسې تحلیلونه وشول چې امریکا ښاغلي محب ته شخصیت سازي کوي.

4 thoughts on “حمدالله محب بیا په امریکا کې خطرناکې څرګندونې کړې دي”
    1. اسلام علیکم..
      لالا بټنواله ۳دري ځلي انګریزان، یوځل روسیه چا مات کړل او اوس به امریکایان څوک ماتوي؟؟؟ جهاد له چاسره، څه وخت روا او څوک به یی کوي؟؟ معنی، نجار، دهقان، ښونکی د ټولني کوم وګړی که عام او خاص ټول به یی کوي د اشغالګرو یهودو او نصاراو مقابله کښي او څوک د ناټو او امریکا غلامان دي؟؟؟؟؟؟؟؟؟

  1. خو دااوس فعلا غلامان دي که شهزاده ګان ماته سوال پيدا دي اوس مطلق د امريکايانو غلامان دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *