تاند، چهار شنبه، د میزان ۱۰مه: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو هرکلی کوي او هیله لري چې د افغانستان نوی حکومت به د سولې د ولاړې پروسې د پرمخ بېولو بشپړه اراده ولري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې تر نورو هیوادونو یې ناوخته د افغان ټاکنو په اړه خپره کړې ده وایي:«دا د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سیاسي خبرو له لارې د افغانستان د اتلس کلنې شخړې د پای ته رسولو لپاره مهمه ده.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې د افغانستان له نوي حکومت سره د خپل هیواد د اوږدې جګړې په پای ته رسولو کې د اسانتیا په رامنځته کولو کې همکارۍ ته دوام ورکوي.

دې وزارت دا څرګندونې وروسته له دې په یوه خبرپاڼه کې خپرې کړې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی پرون پاکستان ته ورسېد چې د دغه هیواد له ملکي او پوځي چارواکو سره د طالبانو او امریکا پر خبرو غور وکړي.

خلیلزاد وروسته له دې اسلام اباد ته لاړ چې د میزان په شپږمه (سپټمبر۲۸) د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات وشول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *