د څلورو لسيزو جګړې، ورانيو او مرګ ژوبلې زغملو نه وروسته اوس سوله د اولس په يوازنۍ هېله بدله شويده.
دا کومه سوله ده چي ولس يي د دومره بي شميره  سرښندنو وروسته د هغې په هېله شپې ورځې سبا کوي.
داسوله يوازي ډز بندي  نه ده د دي ترڅنګ د حقوقو او ازادېګانو د راوړلو او خوندي ساتلو سوله هم ګڼله کيږي.
دا سوله د افغانانو تر مينځ د ورور وژنې بندول، د خپلواک، يوموټي، پرمختللي او په ديموکرتيکو اصولو او ستنيو ولاړ افغانستان ، سوله ده.
په دي ډول هغه سوله چي مونږ يي د راتلو په هېله او انتظار يو هغه هراړخيزه سوله ده چي د ژوند په ټولو برخو کي تفاهم،لورونه،نوښت او بدلونونه د ځان سره راوړي.او ټولنه د پرمختګ و لوړو پوړيو ته وخوځوي.
ژوند په ننۍ نړۍ کي يو اړخيزه او تجريد شوئ ژوند نه دئ. هغه سياسي، اقتصادي، ټولنيز او ثقافتي اړخونه لري چي د کورنيو او نړيوالو مناسباتو سره نږدي، ټينګې او نه شليدونکې اړيکې لري.
په دي اساس دا سوله کورني او بهرني اړخونه يا ابعاد هم لري او پدي کي هيڅ شک نشته چي  کورنی اړخ يي زمونږ دپاره لومړيتوب او غوره توب لري.تر څنګ يي نړيوال تفاهم او همزيستي د يوويشتمي پيړۍ ضرورت او غوښتنه ګڼله کيږې.
څنګه چي د سولې خبرې د مختلفو اړخونو تر مينځ خورا تودې او ښه پرمختګ يي کړئ دئ، ونوي او حساس پړاو ته ور نژدې شوې دې ،او  هر لوری د لویه برخې د لاسته راوړلو هڅې او غوښتنه کوي.
د دي کبله نو پدي حساسو شيبو کي د سنجول شويو، مسئولانه او مدبرانه پريکړو کول دهيواد او خلکو دپاره
خورا ارزښتناکه بلل کيږې.
داڅرګنده ده چي د سولې په دي لړۍ او پړاو کي به ګټونکی يا بايلونکی يوازي او يوازي افغان اولس وي .  نور لوبغاړي چي بهرنۍ کړۍ دې او همدا دوی د جګړې مبتکرين او عاملين دي او بيا اوس چې دوی ځانونه دسولې راهبان ګڼي، دوی هيڅ څه دلاسه نه ورکوي. دا چي څومره به د افغانانو د وينو توئيدلو څخه لږ يا ډيره گټه ترلاسه کوي دابه زمونږ په درايت او کفايت پوري اړه ولري.
ددغو بهرنيو لوبغاړو ګټې چي معمولأ ورته ددوی د ملي ګټو نوم او عنوان ورکول کيږي ،په حقيقت کې دا دهغوی ملي ګټې نه بولم ځکه چي ملي…… د ځينو ملي او نړیوالو قوانينو په مطابقت او حکم کي لاسته راوړل کيږې. د دوی دا ګټې استعماري، استثماري او ناروا ګټې دې چي د ټولو قوانينو په خلاف او بشري کرامت تر پښو لاندي کولو سره يي د جبر، غولونې او زور له ليارې زمونږ د هيواد او خلکو په وراني او ورور وژنې کې لټوي.
لکه چي وينو د سولې خبرې(لوبه)روانې دې او پدي خبرو اترو کي دکورني اړخ نه سربيره چي افغانان دي  بهرنی اړخ د غير متجانسواو متضادو  غوښتنو او ليارو  سره پدي بين الافغاني معضله او افهام وتفهيم کي راښکيل دي. په حقيقت کي هدف او مضمون يو دئ هغه د افغانانو ترمينځ سوله او روغه جوړه ده ،ولي غوښتنه او لياره ددي هدف د لاسته راوړلو دپاره يوه نه ده ځکه دلته دا بهرني لوبغاړي هر يو ځانته غوښتنه او بيله کړنلاره لرې. نو ځکه یي د غوټې خلاصول لږ څه نه بلکه ډيره زياته پيچلې، کړکيچنه اومبهمه کړيده.او داسي بريښي چي تر کاسه لاندي نيم کاسه ده.
دا بهرنۍ کړۍ د دغو ناروا ګټو د لاسته راوړلو دپاره د ټولو ممکنه روا او ناروا ليارو او دسيسو څخه کار اخلي تر څو خپل هدف ته ورسيږي او ددي مقصد دپاره د کور په دننه کي هم د هغو فاسدو، ککړو اوشخصي منفعت پرستو عناصرو څخه ګټه پورته کوي او ودي ته يي  هڅوي چي دسولي د حل په لياره کي خنډ شي .دا کورني سورلنډيان(شغالان)د سولې څخه بيريږي ځکه چي دوی د قتل، فساد، غصب ،لوټ ماري او ماجراجويي په جرمونو ککړ دي اوکله چي د سولې په راتلو سره قانون  لاس برئ شي نو هلته خو دوی د قانون په وړاندي  مجرمين او باغيان دي.
هر اړخيزه سوله مو غوښتنه او لومړيتوب ده، ولي معامله او غولونه دمنلو وړ نه ده.که څوک اوبه خړه وي او ماهيان نيسي دا غولونه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *