تاند، پنجشنبه، د میزان ۱۱مه: د بغلان امنیتي سرچینې وايي، د بغلان د سیمه ییزو پولیسو د قومندان محمد امین اکاخیل او د ولایتي شورا د مرستیال شمس الحق بارکزي تر منځ د امنیه قومندانۍ په انګړ کې وسله والې نښتې لږتر لږه یو کس وژلی او ۷ نور ټپيان دي.
سرچینې وايي، په ټپي شویو اوه کسانو کې د بغلان امنیه قومندان او د ولایتي شورا مرستیال هم شامل دی.
دغې سرچینې تاند ته ویلي، نښته هغه مهال وشوه چې محمد امین اکاخېل د محمد عبید پر ځای د محلي پولیسو قومندان وټاکل شو او ښاغلي بارکزي یې مخالفت وکړ.
د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند جاوېد بشارت تاند ته پېښه تاییدوي او وايي جګړه تېر ماښام د امنیه قومندانۍ په انګړ کې تر لفظي شخړې وروسته شوې ده: (( نښته کې امنیه قومندان نیازمحمد نیازمند، د ولایتي شورا مرستیال ښاغلی بارکزی او د هغه دوه ساتونکي او د سیمه ییزو پولیسو درې ځايي قومندانان ټپیان دي.))
نوموړی وايي، په دې نښته کې پخپله د محلي پولیسو قومندان محمد امین اکاخېل وژل شوی دی.
بلخوا د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې وزارت د خپلو معینانو یو پلاوی د پېښې د پلټنې لپاره بغلان ته استولی دی.