تاند، پنجشنبه، د میزان ۱۱مه: د عدلیي وزارت په چوکاټ کې د انساني قاچاق د مخنیوي کمېسیون په یو کال کې ۱۰۴ د انسانانو قاچاقبر عدلي او قضايي محکمو ته سپارلي دي.
د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور چې ددې کمېسیون مشري هم پر غاړه لري وايي، لویې څارنوالۍ ته ټولې ۱۵۴ د انسانانو د قاچاق دوسیې سپارل شوې دي چې ۱۴۵ یې څېړل شوي او نهه نورې دوسیې تر کار لاندې دي.
نوموړی وايي، د ملي امنیت ورکړی راپور ښيي چې د انسانانو د قاچاق ۵۵ شبکې یې تشخیص کړې دي چې په ۳۴ شبکو یې عملیات شوي دي او د دغو شبکو ۴۱ کسان یوازې ملي امنیت نیولي دي: ((کورنیو چارو وزارت هم رابور راکړی چې د ۱۲۲ قاچاقي قضیو په تړاو یې ۶۳ کسان نیولي دي او عدلي ارګانونو ته یې دوسیې استول شوې دي.))
ښاغلی انور وايي، د انسانانو د قاچاق په تړاو ۷۵ کسان په اوږد، لنډ او متوسط بند محکوم شوي دي او د دوی له منګولو ۱۵۰۰ کسان راخوشې کړای شوي دي.
د عدلې وزارت په چوکاټ کې د انساني او کډوالو د قاچاق د مخنیوي کمېسیون په ۱۳۹۰ کال کې د ۱۶ دولتي او غیر دولتي غړو په موجودیت کې کار پیل کړ.
د دې کمېسیون غړي وايي، چې د قاچاق د ډول، د جرم د کشف، د قاچاقبرو نیولو، د هغوی دوسیو ته رسیده ګۍ، محاکمې، عامه پوهاوي او له قربانیانو څخه ملاتړ یې د کار برخې دي.