تاند- (پنجشنبه، د میزان ۱۱مه) ایراني رسنۍ وايي چې د دغه هیواد د مشهد ښار او د افغانستان د کندهار ترمنځ د الوتکو الوتنې پیل شوې.
د (ایران ډیلي) ورځپاڼې د راپور له مخې، له مشهد څخه کندهار ته لومړنۍ مسافري الوتکه نن (پنجشنبه) روانه شوه.
د ایران د خراسان رضوي ولایت، چې مشهد ښار یې مرکز دی، د هوايي ډګرونو عمومي رييس محمد باقر قاسمزاده وویل چې د مشهد او کندهار ترمنځ الوتنې د دې لپاره پیل شوې چې ډېرو سپرلیو تقاضا لرله.
ده د افغانستان او ایران د دغو دوو مهمو ښارونو ترمنځ الوتنې د دوو هیوادونو د سیاسي او سوداګري اړیکو لپاره هم ګټورې وبللې.
د اې ټي اې (ATA) هوايي شرکت الوتکې د مشهد- کندهار ترمنځ تګ راتګ کوي. ایراني ورځپاڼې د دغه هوايي شرکت په اړه څه نه دي ویلي خو یادونه یې کړې چې دا هوايي شرکت په دې مسیر کې له (McDonnell Douglas MD-80) الوتکو کار اخلي.