تاند- د افغانستان د ټولټاکنو خپلواک کمیسون وايي، پنځوس ملیون ډالره اضافي مرسته ورسره ونه شوه او هره ورځ چې تېرېږي په انتخاباتو کې له هیواده بهر افغانانو د ګډون امکانات له منځه ځي.
د ټولټاکنو خپلواک کمیسون د ۱۳۹۳ لمریز کال د حمل د میاشتې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې په پاکستان او ایران کې د ملیونونو افغانانو د ګډون لپاره د افغانستان له حکومت او نړیوالې ټولنې څخه د ۵۰ ملیون ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه.
دا کمیسون وايي چې د دوی غوښتنې ته هیچا مثبت ځواب نه دی ویلی.
تراوسه پوري د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو نهايي لیست نه دی اعلان شوی خو ټاکل شوې ده چې د روان لړم په پنځه ویشتمه اعلان شي.
د انتخاباتو کمیسون ویلي و چې د مرستې د ترلاسه کولو په صورت کې غواړي چې پر ایران او پاکستان سربېره په اروپايي، امریکايي، استرالیا او نورو هیوادونو کې د دېره افغانانو لپاره هم د انترنټ له لارې د رای ورکولو امکانات برابر کړي.