د طالبانو د قطر د دفتر پلاوي، چې پاکستان ته تللی، پرون (پنجشنبه) د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په اسلام اباد کې وکتل.

رویټرز خبري اژانس وايي چې د زلمي خلیلزاد او د ملا برادر په مشرۍ د طالبانړو د پلاوی د کتنې په اړه دوو سرچینو معلومات ورکړي دي خو طالبانو او امریکايي چارواکو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا به له کله چې د تېر سپټمبر په اتمه نېټه د امریکا ولسمشر دانلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې، د زلمي خلیلزاد او طالبانو لومړنۍ کتنه وي.

رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، یوه جګپوړي پاکستاني چارواکي وویل«د طالبانو استازو له زلمي خلیلزاد سره وکتل، څه چې ویلی شم هغه دا دي چې پاکستان لوی رول ولوباوه چې د دوی کتنه د سولې لپاره څومره مهمه ده.»

اژانس وايي چې دغه پاکستاني چارواکي په دې خاطر چې په دې اړه د خبرو کولو اجازه یې نه لرله، د نوم له ښودلو ډډه وکړه. بلې سرچینې هم د دوی کتنه تایید کړه.

دواړه سرچینې وايي چې د خلیلزاد او طالبانو غونډې یو ساعت دوام وکړ او په لړ کې یې د دواړو خواوو پر تېرو مذاکرو بحث ونه شو خو تمرکز یې د دواړو خواوو ترمنځ د اعتماد پر رامنځته کولو و. په همدې حال کې پرون /پنجشنبه/ د امریکا له ولسمشر دانلد ټرمپ څخه په سپینه ماڼۍ کې وپوښتل شول چې پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې چې امریکا دې له طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیل کړي، ده ژمنه ونه کړه، ویې «موږ حقیقي ستونزه لرو.»

ده توضیح نه کړه چې څه ډول ستونزه. پرون د طالبانو پلاوي د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر، د پوځ له لوی درستیز او صدراعظم سره جلا جلا وکتل. دواړو خواوو د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د بیا پیلېدو غوښتنه وکړه.

خو د افغانستان حکومت پاکستان ته د طالبانو د پلاوي پر سفر او د دغه هیواد له مشرانو سره پر کتنو غبرګون وښود.

د ولسمشر غني ویندوی صدیق صدیقي په یوه خبري غونډه کې وویل، د سولې پروسه یوازې هغه وخت نتیجه لرلی شي چې مالکیت او مشري یې د افغانانو په لاس کې وي. له بده مرغه طالبان لا هم تشدد ته دوام ورکوي، په انتخاباتو کې یې پر بېلابېلو برخو حملې وکړې، زموږ انتخابات یې وګواښل او لا هم د تاوتریخوالي خبرې کوي.

د طالبانو او خلیلزاد تر کتنې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل، ټاکل شوې ده چې طالبان له زلمي خلیلزاد سره وویني خو دی په دې اړه معلومات نه لري چې دوی به په څه موضوع خبرې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *