تاند، شنبه، د میزان ۱۳مه: العربیه ورځپاڼې په سعودي کې د افغام سفیر سیدجلال کریم له قوله ویلي، اشرف غني غواړي چې د کابل او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه باید د اسلامي نړۍ په زړه مکه شریفه کې لاسلیک شي.

ښاغلي کریم د العربیه له خبریالې هدیه الصالح سره په مرکه کې ویلي، په دوحه کې د مذاکراتو پروسه له افغان دولت سره هیڅ ارتباط نلري: (( افغان دولت د دغو مذاکراتو سپیناوی غواړي، همدا راز غواړو چې له طالبانو سره لیدنې په ریاض او ابوظبۍ کې وشي، د ولسمشر اشرف غني ټینګار دا دی چې د افغانانو د سولې هوکړه په مکه مکرمه کې لاسلیک شي.))

ښاغلي کریم د ایراني چارواکو جواد ظریف او د سپاه پاسدارانو د قومندان قاسم سلیمان له لوري طالبانو ته په مشهد او تهران کې د دفتر ورکولو د څرګندونو په غبرګون ویلي، طالبانو سره په اړیکه کې هیوادونو څخه غواړي چې دا اړیکې د افغانستان د واقعي سولې لپاره وکاروي اد افغانستان د ملي حاکمیت درناوی دې وکړي.

په مکه مکرمه کې د کابا له لوري د سولې د هوکړې په لاسلیک ټینګار داسې مهال کېږي چې طالبانو څه موده وړاندې په مکه کې د افغان جګړې په اړه د علماوو د کنفرانس په غبرګون ویلي وو، که د دوی په وینا امریکایي اشغال ختم نشي، په مکه مکرمه کې هم ناستې نتیجه نه ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *