صدیق صدیقي

تاند، شنبه، د میزان ۱۳ مه: د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي، د بهرنیو چارو وزارت د ویاند هغه څرګندونې رد کړې، د خارجه وزارت لخوا یې د افغان سولې لپاره د پاکستان د هڅو هرکلی او ملاتړ کړی دی.

صدیق صدیقي وايي، دا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند ښاغلي صبغت شخصي نظر دی او د سولې په اړه د پالیسۍ جوړوونکی او صلاحیت لرونکی ځای یوازې ارګ دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي تېره ورځ پاکستان ته د طالب مشرانو د سفر په اړه ویلي وو، اسلام اباد کې د افغان طالب پلاوي او پاکستاني چارواکو ترمنځ د سولې خبرې پیل شوې چې احتمال شته د طالبانو او د امریکا ترمنځ بیا خبرو پیلېدو ته لار هواره کړي: ((د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له خوا د طالبانو د کوربه توب هرکلی کوي، دا ځل له پاکستانه زموږ هیله دا ده چې په صادقانه او اغېزناکه توګه له افغان حکومت سره د سولې مېز ته د طالبانو په راوستلو کې کار وکړي.))

خو نن شنبه د ارګ ویاند صدیق صدیقي دغو څرګندونو ته په ځواب پر خپل ټوېټر لیکلي: ((د سولې په اړه پالیسي د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا اعلان شوې ده. د طالبانو او پاکستان ترمنځ لیدنه یا د سولې بهیر په اړه د بهرنیو چارو وزارت د ویاند وروستۍ څرګندونې د افغان حکومت د دریځ استازیتوب نه کوي، بلکې دا د هغه شخصي نظر دی.))

دا په داسې حال کې ده چې د ارګ ویاند صدیق صدیقي د پنجشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي وو چې پاکستان ته د طالبانو دا ډول تګ راتګ د سولې له بهیر سره هېڅ ډول مرسته نه شي کولای.

د ارګ او بهرنیو چارو وزارت تر منځ په لنډ وخت کې دا څویم ځل ټکر په داسې حال کې راغلی ښکاري چې پاکستان ته د طالبانو له سفر سره سم په کابل کې د پاکستان سفیر د عبدالله عبدالله کور ته ورغی او د هغه رضایت یې وغوښت.

د بهرنیو چارو وزارت په حکومت کې د عبدالله سهم دی او ویاند یې دا ډول څرګندونې هم د عبدالله او د پاکستان د سفیر له ناستې وروسته کړي دي.

One thought on “د ارګ او بهرنیو چارو وزارت لفظي ټکر، یو د بل خبره په کلکه رد کړه”
  1. د باندینیو چارو وزارت به د داکتر عبدالله سهم وي ، خو دا پدې مانا نده چې د هغه شخصي وزارت به وي ، خپل افراد به پکې مقرروي او یا هرڅه چې یې وغوښتل هغه به کوي او وایی به.
    دا مهم او کلیدي وزارت په ټوله نړۍ کې یو مسلکي اداره ده چې د ټول ملت رسمي اراده او سیاست نړیوالو ته په علني او رسمي ډول ورپېژني.
    مولوي صاحب صلاح الدین رباني لا پخوا د ولسي جرګې له خوا استیضاح او د عدم اعتماد رایه یې په برخه شوه . د قانون سره سم د یو دوه میاشتني وخت لپاره سرپرست وټاکل شو. خو دغه جناب لکه د خپل پلار په شان د وزارت پرڅوکۍ حلفي سریښ وهلي . د طالبانو په شان یو قوت ته ضرورت شته چې دغه مړسترګی ملا زاده د آمو له سیند نه ور واړوي.
    د افغانستان ټول ولس او غیرتمن ملت د پاکستان او طالبانو علني ملاقات غندي او دا هغوي ته د جنګ یو نوی درس ورزده کول بولي خو مولوي صاحب رباني د خپل سورناچي په واسطه له دې لیدنې هرکلی کوي!!!
    شاهین افغان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *