تاند، شنبه، د میزان ۱۳ مه: د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی د افغان سولې د ټولو اقداماتو هرکلی کوي خو ټولې ښکېلې خواوې په ځانګړې توګه د افغانستان منتخب حکومت باید د سولې په مذاکراتو کې شریک وي.

ددغه وزارت ویاند راویش کومار نن په یوه خبر پاڼه کې ویلي، یوازې هغه خبرې پایلې ته رسېدلی شي، چې ښکېل اړخونه یې اساسي قانون او نورو قانوني واکونو ته درناوی ولري.

دده په وینا افغانستان یو منتخب او قانوني حکومت لري چې باید د سولې په ټولو خبرو او فعالیتونو کې حاضر وي.

راویش کومار زیاته کړې هند هم د هغو مذاکراتو او خبرو ملاتړ کوي چې د افغانانو په خوښه او مالکیت مخ ته لاړې شي.

تر دې وړاندې څو ورځې مخکې د هند د بهرنیو چارو وزیر هم ورته څرګندونې کړې وې او په خبره یې یوازې د هغو خبرو هرکلی کوي، چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت مخ ته ځي.

دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې په قطر کې له طالبانو سره د خبرو له لغوه کیدو وروسته اوس تازه ځینو طالب استازو پاکستان ته سفر کړی او د دې هیواد له لوړپوړو چارواکو سره یې په افغان سوله خبرې او لیدنې کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *