تاند، شنبه، د میزان ۱۳مه: د زابل ولایت اوسیدونکي وایي، له تیرې یوې اونۍ راهیسې ددې ولایت په شاجوۍ ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه او له امله یې ددې ولسوالۍ بازار او کارو بار په ټپه دریدلی دی.
د زابل د ولایتي شورا رئیس وايي، که د شاجوۍ ولسوالۍ امنیتي وضعیت ته پاملرنه ونشي له امله به یې د کابل ـ کندهار لار د ټرافیکو پر مخ وتړل شي.
د ولایتي شورا رییس عطاجان حقبیان نن له رسنیو سره په خبرو کې وویل، په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو پراخ حضور د لارې د تړل کېدو وېره زیاته کړې ده .
نوموړی وایي، دا اندېښنه له هغې وروسته لا زیاته شوې چې ددې ولایت په شاجوۍ کې جګړې زور اخیستی: ((که دا ولسوالي سقوط وکړي نو د شاجوۍ او کابل – کندهار د لويې لارې به وتړل شي، موږ ددې لوي لارې د امنیت په اړه ولایتي ادارې ته خپله اندېښنه ښودلې ده.))
بلخوا د زابل ولایت ځینو اوسیدونکو ویلي چې د دې ولسوالۍ د ولسوال د دفتر او امنیه قومندانۍ پرته د بازار تر لسو زیاتې پوستې طالبانو نیولي، چې له امله یې ولسوالي د سقوط له ګواښ سره مخ شوې ده
د والي ویاند ګل اسلام سیال بیا وایي، د زابل والي تېره ورځ شاجوۍ ته تللی او د ولسوالۍ د سقوط خطر نه پېښېږي.
شاجوۍ د کلات په ختیځ پنځوس کیلو مترۍ کې د کابل – کندهار پر لویه لار پرته پراخ نفوس لرونکې ولسوالي ده چې تر ولایتي مرکز وروسته د زابل مهمه سیمه بلل کیږي
دفاع وزارت بیا د دې ولسوالۍ د جګړې په اړه تازه رسنیو ته څه نه دي ویلي.