تاند، شنبه، د میزان ۱۳مه: ولسمشر غني وايي، درې اوونۍ وروسته به د افغانستان نوی ولسمشر د لوړې مراسم پر ځای کړي.

ښاغلي غني دا خبره نن امنیتي ځواکونو ته د ۱۰۰۰ اپارتمانونو د وېش په مراسمو کې وکړې او زیاته یې کړه، درې اوونۍ وروسته به د خلکو په پاکو رایو راغلی نوی ولسمشر د لوړې مراسم ترسره کړي چې د بریا د اعلان مسوولیت به یې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پر غاړه وي.

 دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون د مهالوېش له مخې به د ټاکنو ابتدایي پایلې د میزان په ۲۸مه اعلانېږي او وروستیو پایلو ته یې د عقرب تر ۱۶مې پورې لا ۳۳ ورځې پاتې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *