تاند، شنبه، د میزان ۱۳مه: ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې له ۴ کالو راهیسې د تاوتریخوالي او ترهګرۍ په پېښو کې ۳۵۰۰ ماشومان وژل شوي او ۹ زره نور ټپیان دي.
ملګري ملتونه د افغان جګړې په تړاو په خپل تازه راپور کې وايي، تېرو ۴ کلونو کې په افغانستان کې د ماشومانو حقونو څخه د سرغړونې ۱۴زره پېښې ورسره ثبت شوې دي.
راپور همدا راز وايي، له ۲۰۱۵ څخه تر۲۰۱۸کال پورې په جګړه کې د اوښتیو ملکي تلفاتو دریمه برخه یې ماشومانو ته اوښتي دي.
ملګرو ملتونو دغو پېښو ته په اشاره ویلي، تېرو څلورو کلونو کې ماشومانو ته اوښتې مرګ ژوبله ۸۲ سلنه زیاته شوې ده: (( له ۲۰۱۵ نه تر ۲۰۱۸ پورې ۱۰۴۹ ماشومان په هوايي بریدونو کې وژل شوي او ۴۶۴ نور ټپیان شوي دي.))
راپور زیاتوي، په وروستیو څلورو کلونو کې ۲۷۴ ماشومان وسله والو ډلو یا هم په امنیتي لیکو کې استخدام شوي، ۱۷ پر ماشومانو د جنسي تېري پېښې شوې دي چې قربانیان یې ۱۳ هلکان او ۴ نجونې وې.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو څو ورځې وړاندې له روغتیايي پلوه هم افغانستان د ماشومانو لپاره خطرناک وباله او زیاته یې کړه اوسمهال ۶ سوه زره افغان ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ کړېږي او د پولیو ناروغي هم لا په افغانستان کې نه ده له منځه وړل شوې.