ښونکي د نوي نسل روزنکي دي،

د دوی ژوند ته پام، نوي نسل

او د وطن راتلونکې

ته پام دی!

پوهندوی آصف بهاند 

د تلې (میزان) دیارلسمه، د ملگرو ملتونو له خوا په نړیواله کچه د ښوونکوو د ورځې په نامه نومول شوې ده. په یوه رپوټ کې د دې ورځې د نومونې په باب داسې راغلي دي:

«د ملگرو ملتونو د زدکړو علمي فرهنگي ادارې یونسکو، د ۱۹۹۴ ام کال د اکتوبر له دریمې نېټې تر اتمې نېټې پورې د ۱۳۵ هېوادونو د ښونې او روزنې وزیرانو، څلورڅلوېښتمه غونډه په ژنیو کې جوړه کړه. په همدې غونډه کې د یونسکو د هغه وخت عمومي مدیر «فدریکو مایو» وړاندیز وکړ چې یوه ورځ دې د ښوونکوو د ورځې په نامه ونومول شي…»

د ښووونکوو د ورځې له نومونې او لمانځنې نه د یونسکو اصلي موخه دا وه چې دولتي او حکومتي مسؤلینو ته دا ورپه زړه کړي چې د زدکړو څرنکوالي او د ښونکو ژوند او ستونزو ته پاملرنه وشي، د زدکړو د پروسې د لا ښه کېدو په موخه، د ښونکو نظریاتو ته غوږ کېښودل شي او ورسره د ښونکو د ژوند ښه کېدو ته هم پاملرنه وشي. 

دا ورځ دې ټولو ښونکو ته مبارک وي! 

زه نه غواړم چې په افغانستان کې د ښونکوو په ډېر خراب ژوند او د ښونې روزنې پر نیمگړتیاوو څه ووایم، ځکه چې په دواړو برخو کې «آبۍ، ټوله بۍ» ده؛ خو د دې ورځې د لمانځلو موخې ته په پام سره د ښوونکوو د ورځې د لمانځلو او یادولو په برخه کې د بېلگې په ډول د ځینو قلموالو نظریات د دې په پار را اخلم چې په ټول افغانستان کې، له لوی نه نیولې تر واړه پورې د ټولو مسؤلینو پام د ښونې روزنې د نیمکړتیاوو اصلاح  ته ور واوړي او د ښونکو د ژوند خوار حالت ته یې ورپام شي:

محمود مرهون د ښوونکوو د ورځې په پار داسې لیکلي دي:«

#په کومه ټولنه کي چي:

قلم د چای لړلو او پرتوګ ته د پرتوګاښ اچولو له پاره کارېږي،

‌‌‌‌‌‌ډرایور او کاریګر ته استاذ ویل کېږي،

معلم ته مالیم او مذدور ویل کېږي،

د کتابو پاڼي د باقلي، ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ او بولاني خرڅولو له پاره کارېږي،

د غلو معاش یې تر معلم لس چنده لوړ دئ، دولت ساتونکي، موټرونه او قضايي مصونیت ورکړئ او تر قانون یې لوړ بللي،

معلم او استاذ یې د سپرېدو له پاره بایسکل، د خوړو له پاره ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ، د اوسېدو له پاره کور نه لري، مګر د وطن غله یې د نړۍ په تر ټولو لوکسو مرمۍ ضد موټرونو کي سپرېږي، د سهار ناشته په کانتنیتال، د غرمي ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ په سرینا او د ماخستن ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ په کابل سټار کي خوري، د اوسېدو له پاره په لس دېواله ضد ټانک کورنو کي اوسېږي،

او هغه وطن چي پر غلو یې غټي ـ غټي ګونبدي ولاړي د قهرمان او اتل په نامه یادېږي د مرګ په ورځ یې ملي ماتم اعلانېږي او ټول ملک پسي چوک ـ چوک کوي؛ خو د استاد او معلم قبر یې معلوم نه دئ، په جنازه کي یې درې کسه وي د کټ پورته کولو له پاره یې څلورم کس نه وي او له مرګه خو یې له سره څوک خبرېږي هم نه.

هلته د معلم ورځ لمانځل په معلم ریشخند وهل او د پک په جیب کي د ږمونځو اچولو په مانا دي.»

محبوب شاه محبوب بیا د ښونکو د درناوي په پار د خپل کور د زدکونکو غړو هڅې او هیلې داسې انځور کړې دي:«

د ښوونکي ورځ،

تېره شپه مې وراره له مور پېسې غوښتې چې کېک پرې واخلي او د خپل معلم لپاره یې پرې کړي.

سهار چې له خوبه ویښ شوم ورېره مې په پخلنځي کې د خوړو په پخولو لګیا وه ویل یې نن د معلم ورځ ده ښوونځي ته خواړه وړم.

کوچنۍ خور مې د تحفې په منظم کولو بوخته وه ویل یې معلمې ته یې تحفه اخیستې، بله ورېره مې لګیا وه بوټان یې په زرین کاغذ کې تاوول ویل یې چې دا یې د خپلې ښوونکې لپاره تحفه ده.

کوچني وراره مې قلم په لاس کې نیولی و او ویل یې دا د ګل قلم یې خپل معلم ته اخیستی او همداسې نور هم لګیا وو…

ما له دې هر څه خوند اخیسته، که څه هم په دې پوهېدم چې زما د کور پېسې مصرفیږي خو له دې مصرفه مې خوند اخیسته، غوښتل مې چې بیا بیا یې ووینم.

پرېږدئ چې کوچنیان مو له خپلو معلمینو سره مینه وکړي، هغوی ته تحفې واخلي او هغوی ونازوي!
دا د وطن د ابادۍ زېری دی!

دا د زده کړو سره د مینې پيلامه ده!

او دا وطن د همدغو مقدسو انسانانو سره په مینه جوړیږي!

ګرانه ښوونکیه ورځ دې مبارک شه!»

دغه راز د نعمان دوست دوه داسې پوستونه مې ترسترگو شول چې هم لمانځنه وه او هم یو نری شانتې نقد. دا یې داوړه لنډ پوستونه دي:« 

د ابوالمنتهي استاد مو و، چې غصه به شو عربي کنځلې یې کولې او ویل به یې:

د بقر زامنو!

که وفات وي، الله دې وبخښي، که ژوندی وي؛ هیله ده پوره عربي کنځلې یې زده کړې وي.

د معلم ورځ

*****

تازه یې ښوونځي کې داخل کړی وم؛ خو هیڅ مې نه خوښیده. په زور او جنجال یې لیږلم.

په هغه سهار په ژړا له خپلې خور سره له کوره راووتم؛ خو د مکتب په لور مې قدم نه پورته کیده.

کوڅه کې ښوونکی له اوږدې لښتې سره را روان و. وې پوښتل:

دا ولې ژاړي؟

خور مې، چې له ما ایله درې کاله مشره وه، ور ته وویل:

مکتب ته نه ځي.

ښوونکي لښته پورته کړه: من‌‌‌‌‌‌ډه که، کنه پوستکی دې باسم.

ما چې قصابیو کې له څارویو په تېرو چړو د پوستکي ویستلو ننداره کړې وه، من‌‌‌‌‌‌ډه مې کړه او آن ښوونځي کې ودریدم.

معلم صیب!

که ستا خشونت نه وای، اوس به مې لاره بدله وه او دا دوه درې ټکي لیک او لوست به مې هم زده نه و.

ورځ دې مبارک!»

انجنیر زهیر چې د ښوونکوو، ښوونکی پاتې شوی دی، بیا داسې وايي:«

وايي نن د ښونکي نړيواله ورځ ده !

خو زه بيا د ښوونکو ښونکئ وم . ځکه پنځه کاله (۱۳۵۸-۱۳۶۳)مې د معارف وزارت ، په تاليف او ترجمه کې د ښوونځيو لپاره د فزيکي جغرافيې او جيولوجي د کتابونو د تاليف په برخه کې کار کاوه . هر کتاب به چې تاليف او چاپ شو نو بيا به مو ږ د همغه کتاب په هکله ښونکو ته زده کړې ورکولې.»

د فیسبوک یو کارن چې عتیق الله اعظمي نومېږي، ښوونکی داسې لمانځي:

لايق د درناوي دی او لايق د احتـــــرام دی
معلمه ستا مقـام ته زمـوږ سل ځله سلام دی

د ښوونکي ورځ د ټولو درنو ښوونکو ته مبارک وي.!»

دا هم د پرتونادری نظر

به شهرک معلمان که رسیدم، چیزی از شهرک برجای نبود.

گفتم بر این شهرک چه آمده است؟

گفتند: در پنج سال گذشته از بس که بر این شهرک باران دروغ بارید و همه ساله در ماه میزان سیلاب های خانه بر انداز آمدند، بنیاد شهرک برکنده شد و از آن چیزی برجای نماند.

گفتم: معلمان خود کجا شدند؟

گفتند: رفتند به نزد حکیم الحکما و از نو زانوی شاگردی زدند تا فلسفهء دروغ بیاموزند. چون هرکس در مدینهء فاضله ء او سخن به راستی گوید نان از دسترخوانش گریزد و گرسنه گی سر پناهش شود.

روز معلمان مبارک!

پرتونادری

او په پای کې احسان الله ارینزی تدریس عبادت بولي، د ده لنډ نظر دا دی:«

روز خجسته معلم به تمام معلمین و اساتید ګرانمایه کشور تبریک باشد. تدریس عبادت است، عبادت تان قبول درگاه الهی باد مادران و پدران دومی اولاد وطن!»

زما خپل نظر بیا داسې دی:

ښونکي د نوي نسل روزنکي دي،

د دوی ژوند ته پام، نوي نسل

او د وطن راتلونکې

ته پام دی!

آصف بهاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *