دغه ټکی دلړم میاشتې ّپه۲۱نېټه دخوست ولایت دسولې ولایتي کمېټې مسؤل مولوی حنیف شاه حسیني  دولایت مقام په دفتر کې ددغه ولایت  والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي سره دسولې ولایتي کمېټې په نوبتي غونډه  کې  په ډاګه کړ.

 مولوی حنیف شاه حسیني  زیاتوله دخوست ولایت په مرکز او لرې پرتو  ولسوالیو کې  دټولنې بېلابېلوقشرونو  ته دسولې  دارزښت  او اهمیت  په تړاو  دعامه پوهاوي اغیزمن پورګرامونه وړاندي شوي او  ولسونه یې په دې قانع کړي چې جنګ له تباهۍ ، بربادۍ او  وژنې پرته بله پایله نه لري ، چې دهمدې هلو ځلو  په  نتېجه کې یوازې په صبریو او یعقو بیو  ولسوالۍ کې  یو نیم زر هغه کسان چې پخوا يې ددولت د وسلوالو مخالفینو سره په ځینو برخو کې همکاري لرله  او د حکومت  په وړاندې يې سخت منفي تبلیغات کول  او خلک به يې دحکومتې ځواکونو  او مامورینو  په وړاندې پاڅون ته رابلل په خاموشانه توګه دسولې د روانې پروسې سره یو ځای شوي دي ،چې له نیکه مرغه دوی دسولې کمېټې  دغړو  په بې دریغه  هلوځلو له خپلو ناوړه کړنو  څخه لاس په سر شوي   او رسماً دسولې له پروسې سره یو ځای شوې دي .

دسولې ولایتي کمېټې مشر مولوي حنیف شاه حسیني  وویل هغه ۶۷ تنه بندیان چې دسولې ولایتي کمېټې په هڅو  دبګرام له زندان څخه راخلاص شوي دي، ټول په خپلو سیموکې دسولې ،ثبات او ډاډ من  امن دټینګښت په موخه دسولې ولایتي کمېټې سره همکاره دي  او ددوی پرمټ يې دسولې په لاره کې ښه پرمختګ کړی دی.

دسولې ولایتي کمېټې غړي اودخوست ولایت مخور قومي مشر مدیر میرزمان صبري دخوست او په ځانګړې توګه دصبریو په ولسوالۍکې  دروان حالت څخه خوښي وښوده،       او له دولت څخه يې دامنیت په برخه کې د لا زیاتو هڅو غوښتنه وکړه .

مدیر میرزمان صبري په خوست ولایت کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو  دخپلواک کمسیون او ځینو مرکزي وزارتونو  له لوري پدغه ولایت کې د لوړپوړو مامورینو په تقرر سخته اندېښنه وښوده او ويې ویل چې یادې ادارې تل هغه کسان دلوړپوړو مامورینو په توګه مقرر او رالیږلي چې دورسپارل شوي دندې هیڅ وړتیا نه لري  او  ولسونو ته دخیر پر ځای په دردسر  بدل شوي،نوموړي اندېښنه وښوده چې که دا ډول ګمارنې ادامه پیدا کړي نو په خوست کې ټولې وروستۍ لاسته راوړنې به په خړ سېلاب لاهو   او ددولت  او ولس ترمنځ به لوی واټن را منځته شي .

ورپسې دسولې ولایتي کمېټې  غړو غازي نوازتڼي،مفتي حبیب الرحمن خوستي،مولوی عبدالقدوس،ډاکټر ګل جميل او یو شمېر نورو غړو خبرې وکړي،دوی ټولو په خپلو خبرو کې وویل چې اوس پدغه ولایت کې ټولې چارې افغان حکومت ته سپارل شوي او هیڅ داسې بهانه  نه پيدا کیږي چې دهغې لپاره دې نور پدغه سیمه کې جنګ ادامه پیدا کړي ،دوی هیله وښوده چې په خوست ولایت کې به دسولې روان بهیر په بریالیتوب سره دخپل منزل په لور لاره لنډه کړي .

خوست والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي وویل خوست دافغانستان لپاره په هره برخه کې  دیوې مهمې دروازې حیثیت لري،نو همدې ارزښت ته په کتو سره باید له ډېرې هڅې وشي چې دغه سرحدي ولایت کې سوله تامین او لازم پرمختګ ته زمینه برابره شي.

دده په خبره دسولې ولایتي کمېټې مسؤلیتونه خورا درانه او مهم دي ،نو کوښښ دې وشي چې ددې  کمېټې هر مخورغړی دخپل نفوذ څخه په استفادې دسولې دتامین لپاره زیات کار وکړي.

ښاغلي نعیمي زیاتوله  په سيمه کې د ولسونو دستونزو هواري،د بې کارۍ دکچې دټیټوالي او همدارنګه دښه پرمختګ په موخه يې په زیاترو  ولسوالیوکې دبېلابېلو موسساتو پرمټ په هره ولسوالۍ کې دیوملیون ډالرو په لګښت  پروګرامونه منظور کړي، چې پروژې به هم دخلکو په خوښه انتخابیږي.

نوموړي په دې ټینګار وکړ چې ولسونه دې خپلو ضرورتونو  ته په کتو سره داسې پروژې انتخاب  کړي چې ګټه يې په اوږدمهاله توګه دوام وکړي.

ښاغلي نعیمي وویل په هغه ولسوالیوکې چې دسولې لپاره  پکې زیات کار کیږي هغوی ته به دامتیاز په شکل دپروژو دتطبیق په برخه کې لومړیتوب ورکول کیږي،ده دګربزو ،اسمعیل خېلو  اومندوزیو  او ځاځي میدان ولسوالیو ته اشاره وکړه او ويې ویل چې دا مهال په ګربزو ولسوالۍ کې دخلکو په خوښه د درې لکه ډالرو په لګښت دلس بستریز روغتون چارې پیل شويدي ، په ځاځي میدان کې دحرفوي زده کړو  پروګرام پیل شوی  او د اسمعیل خېلو او مندزیو  په ولسوالي کې به ډیر ژر دخلکو په خوښه دیوه لوی استنادې دیوال ساحتماني چارې پیل شي .

ده پرخلکو غږ وکړ چې په خپلو سیموکې دسولې دټېنګښت سره مرسته وکړئ او دخپل سوکاله اینده دجوړولو  لپاره بیارغیزو پروژوتطبیق ته زمینه برابره کړئ.

دیادونې وړ ده چې له دې وړاندې دسولې ولایتي کمېټې اعلان کړی وو چې ددغه ولایت په لیرو پرتو  ولسوالیو کې يې څه دپاسه څلور زره تنه دسولې  له پروسې سره  په خاموشانه ډول یو ځای کړي  د ي.چې د هغې په دوام یې دصبریو ولسوالۍ کې د یونیم زرو  کسانو  دیو ځای کیدلو خبر ورکړ.

مبارزمحمد ځدراڼ

۲۱-۸-۱۳۹۲ سه شنبه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *