تاند، یکشنبه، د میزان ۱۴مه: د میزان سعودي عربستان خپلې خاورې ته د سیلانیانو د راجذبولو په خاطر هغو نارینه او ښځو ته هم د هوټل په یوه خونه کې د ګډ اوسېدو اجازه ورکړه چې یو تر بله د ښځې اوخاوند رشته یا بله خپلوي ونه لري.
د سعودي عکاظ خبري اژانس د سعودي عربستان د حکومت په حواله وايي، دا کار یې سیلانیانو ته د اسانتیا برابرولو په خاطر کړی دی او له دې وروسته ټول نارینه او ښځې د خپل واده د اړیکې له ثابتولو پرته کولی شي د سعودي په هوټلونو کې یو ځای شپې سبا کړي.
عکاظ اژانس وايي، د سعودي اوسېدونکي اړ دي چې په هوټل کې له یوې مېرمنې سره د اوسېدو لپاره نکاح نامه یا هم پيژندپاڼه وړاندې کړي، خو سیلانیان بیا که یو تر بله هیڅ رشته هم ونه لري او حتی د جنسي اړیکو په خاطر سعودي عربستان ته د چکر په بهانه تللي وي، کولی شي چې ازادانه د یو هوټل په یوه خونه کې شپې تېرې کړي.
سعودي عربستان تېره اوونۍ د تېلو د صادراتي لړۍ د پراختیا د هڅو تر څنګ خبر ورکړ چې د نړۍ ۴۹ هېوادونو سیلانیان کولی شي دغه هېواد ته ازادانه ورشي.
ویل کېږي چې سعودي عربستان په دې وروستیو کې د امریکا په اشاره ښځو ته پراخې ازادۍ ورکړې چې له دې منځه د ښځو موټر چلونه، په بازار کې بې حجابه ګرځېدنه، اس ځغلونه، سینما ته تګ، کنسرټونو ته تګ، له میړه او محرم پرته له سعودي عربستان څخه بهر د ښځو سفر او نور ډېر مسایل چې پخوا ممنوع وو اوس په سعودي کې ازاد دي.
داسی عملونه کوی چی په حوثیانو دکامیابی بری هم نه مومی