تاند، دوشنه، د میزان ۱۵مه: ببرېټانوي معتبرې ګارډین ورځپاڼې، سعودي عربستان د نړۍ په کچه د وسلې تر ټولو ستر واردوونکی هېواد بللی دی.

 ګارډین ورځپاڼه وايي، سعودي په ۲۰۱۴ کال کې د یمن د جګړې لپاره د ۷۰ ملیارده ډالرو وسله اخیستې او خپلو ناخالصو کورنیو تولیداتو ۹ سلنه عایدات یې پرې مصرف کړي دي.

 راپور وايي، سعودي عربستان له ۲۰۱۵ کال راهیسې د نړۍ د وسلو په تر ټولو ستر اخیستونکي او واردوونکي هېواد بدل شوی دی.

 ګارډین ورځپاڼه وايي، له ۲۰۱۴ کال راهیسې تر ۲۰۱۸ پورې د امریکا د وسلو له بازارونو څخه ۷۰ سلنه وسلې سعودي عربستان پېرلې دي.

 دا په داسې حال کې د چې ملګري ملتونه وايي یمن کې  د سعودي راپیل کړې جګړې د دغه هیواد له ۲۹ میلونه نفوس څخه ۲۲ میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ کړي دي او ۸ میلیونه نفر بیا د قحطۍ له کبله په شدیده سو‌ء تغذي اخته دي.

 ملګري ملتونه د یمن د جګړې په ختمولو ټینګار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *