په افغانستان کې بدامني که له یوې خوا په ریښتیا هم موجوده ده او زیات وخت د ځینو کارونو پروړاندې خنډ وي،خو ورسره په لویه کچه له دې جدي ستونزې څخه د ځینو بهیرونو او مسولیتونو د عملي کیدو اړوندې کړۍ پرخپلو نېمګړتیاوو د خاورې اچولو ګټه هم ترې اخلي.
د ختیځ په دوو ولایتونو ننګرهار او کونړ کې د پولیو د نهو پېښو د ثبت مسله هم ماته د دې پلمو یوه برخه ښکاري.
د دې پېښو د ثبت اعلان پرون د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست کړی دی.
زما شخصي مشاهدې
د پولیو واکسین خلاف د واکسیناسیون کمپاین د تطبیق مسولیت لکه چې په ټول هېواد کې د زونونو په کچه ډیزاین او د زون د مهم ولایت روغتیا ریاست یې مشري پرغاړه اخلي.
د ختیزو،سویل ختیزو او سویلي ولایتونو په اړه په مطبوعاتو کې له تعقیب کړو راپورونو څخه خو ماته دغسې ښکاره شوي.
په ختیځ کې د څو کلنې خبریالۍ پرمهال چې په ځلونو،ځلونو زه هم د پولیو واکسین د پیل او تطبیق د صحنو ملګری پاتې شوی یم،لیدلي مې دي چې د واکسیناسیون د تطبیق دغه کمپاین له خورا ستونزو څخه ډک و.
دغه کمپاین چې ډېروخت یې نړیوال روغتیايي سازمان مالي تمویل کاوه،په تطبیق کې یې له موجودو تشریفاتو،بې تفاوتیو او ځان ښودنو څخه په دې مهم مسولیت کې د فساد او بې تدبیرۍ ډېر شکونه پیدا کیدل.
د هرځل په شان مجلله او له لګښته ډکه غونډه،یو درجن نورو نامسولو چارواکو ته د پګړیو،ګلانو او نورو ډالیو ورکړه،هرځل مطبوعاتو ته د بشپړامنیت،امادګۍ او مساعدو شرایطو دروغجنې وعدې د دې کمپاین پرورځو معمول شیان وو.
د ځینو نامسولو او بې تفاوتو خبریالانو په اړه مې اوریدلي وو،چې دوی هم د روغتیايي او نورو ولایتي چارواکو دې حال ته په کتو سره د نوي پولیو ضد کمپاینونه راپورونه نه لیکل.
یوازې یې د نوي کمپاین ارقام په نوي راپور کې شاملول ، د چارواکو او مسولینو د نومونو بدلولو ضرورت ځکه نه پېښیده چې روغتیایي مسولینو پخپل طبیعت او خوښې برابر ولایتي مسولین،د ولایتي شورا استازي او جعلي قومي مخور په مراسمو کې بلل او غږول.
د پولیو خلاف د واکسین د تطبیق بهیر هم له دغسې بې مسولیتیو او درغلیو تش نه و.
څو ځلې چې د ننګرهار،لغمان او کونړ ولایتونو لرې ولسوالیو ته په ژورنالیستیکو کاري سفرونو ورغلی یم،د خلکو شکایتونه په دې اړه تقریباً سره ورته ول.
خلکو ویل،چې د دې کمپاین له تطبیقه مخکې زیات وخت نه وي خبر،له مطبوعاتو یې د پیل او پای خبرې اوري خو د دوی سیمو ته اکثره وخت د ناامنۍ په پلمه واکسیناتوران یا نه راځي،یا نه استول کیږي.
له دې شکایته وراخوا یوې حیرانونکې بېلګې سره زه خپله یوځل مخ شوم،چې دا شکایتونه یې راته ډېر واقعي ښکاره کړل.
زموږ کور د جلال اباد ښار په یوه مرکزي سیمه کې و،یو مازیګر چې راغلم د کور پردروازې د پولیو واکسیناتورانو د درېیو ماشومانو د واکسینولو نښه ایښې وه.
دا نښه خندونکې ځکه وه،چې موږ په کورکې هیڅ ماشوم نه درلود.
د شهرناپرسان کیسه
د افغانستان د زیاتو ادارو،پروسو او اړخونو عملي وضعیت له داسې سلګونه دردونکو کیسو ډک دی.
دا کیسې دومره له بدمرغۍ ډکې دي،چې بې نهایت.
دلته هره ورځ د شهرناپرسان کیسه په سلګونه او زرګونه ځله تکراریږي،که لږ د پوښتنو جرئت او مسولیت پیدا شي،له هغو چارواکو به پوښته وشي چې رسنیو ته یې د هغو واکسیناسیوني کمپاینونو پروخت یو غر په بل ویشته.
که ستونزې له دغسې مستندو بېلګو څخه ونه څېړل شي،لویو ته پراخیږي او له لویو سره معلومه ده،چې په لویو فسادونو کې غرق افغان حکومت او ملګرې نړیواله ټولنه یې ځان په مبارزه کې ناتوانه ښيي.
د ولس او رسنیو مسولیت هم دا دی،چې له دغو بدوتجربو څخه په الهام نور داسې پروسې جدي نظارت او پرخپل وخت یې نېمګړتیاوې برسېره کړي.