تاند، دوشنبه، د میزان ۱۵مه: د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا نن دوشنبه په یوه خبري غونډه کې ویلي، تېرې ټاکنې هیڅ بریالی نوماند نه لري او اوس له بحران څخه د افغانستان د ایستلو لپاره دریم انتخاب پکار دی.

 دغې شورا د دریمې لار او انتخاب په تړاو او په دې اړه چې د کوم دلیل له مخې به دا ځل ټاکنې بریالی نوماند ونه لري؟ ډېر څه ونه ویل خو زیاتوي چې له نورو ملي او خلکو ته وفاداره سیاسیونو سره د ټاکنیز بحران د مهار لپاره په دریم انتخاب ګډ کار کوي.

د نوماندانو په نننۍ غونډه کې رحمت الله نبیل، احمدولي مسعود، فرامرز تمنا او محمدشهاب حکیمي وویل، اندېښنه لري چې ولسمشریزې ټاکنې به له بحران سره مخ شي.

 دغې شورا پر دولت ساز او ثبات و همپالنې ټیمونو د دولتي توب تور لګولی او وايي ټوله ټاکنیزه پروسه همدوی په ولکه او انحصار کې نیولې وه چې اوس یو بل ته ګواښونه هم کوي.

 د  دغې شورا په ګډه اعلامیه کې هم چې له خبري غونډې وروسته یې خپره کړه، راغلي چې ترسره شوې ټاکنې ګټونکی نه لري او که څوک په کې بریالی هم اعلان شي ولسي مشروعیت به ونه لري ځکه خلکو په ټاکنو کې کم ګډو کړی و.

 دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون وايي، سږنیو ولسمشریزو ټاکنو کې ۲ میلیونه او ۷۰۰ زره کسانو رایې کارولې دي.

د نوماندانو شورا چې حنیف اتمر رامنځته کړې وه اوس پخپله اتمر، ابراهیم الکوزی، زلمی رسول او نورالحق علومي په کې نشته، ځکه اتمر له ټاکنو تېر شو او نور نوماندان له اشرف غني سره یو ځای شول.

راپورونه ښيي چې د نوماندانو شورا کې پاتې کسانو تر ټولو کمې رایې وړې دي او د غیر رسمي شمېرو له مخې یوازې یو نوماند تر شپیته سلنې لوړې رایې خپلې کړې دي.

2 thoughts on “ د نوماندانو شورا: ټاکنې بریالی نوماند نه لري، په دریم انتخاب باید غور وشي”
  1. ههههه دغه چونګښو ته دې وویل شي ځانونه مارانو کې مه حسابوئ. اوس غواړي له کامیاب نوماند امتیاز واخلي. پر دغو کیسه برانو یې حتی خپلو کورنیو رایې ندي لورولي پاته شو نور خلک، باید ډایرکت لوی څارنوالۍ ته حواله شي چې د جعلي تذکرو ځواب ووایي ،

  2. زما مسکین پیشنهاد نوموړی شورا ! ته دا دی چی
    راسی د دریم انتخاب پر ځای څلورم یا پنځم انتخاب او الترناتیو وکاروو
    داسی چی
    د شورا ټول غړی د اجرائیه رئیسانو پتوګه په دندو
    وګومارل شی او د شورا د هر غړی پلاس دی یو یو
    ډانګ( چی اوږدوالی ئې څلور نیم متره وی) ورکړه
    سی او د قانونی صلاحیت او مصئونیت په سیوری کی د هر اعتراض کوونکی د سر او لاس د ماتېدو توان درلودلای سی
    څومره کاږه او باږه او واږه خلک دی نا د شورا شور او تُروه غړی یعنی مأیوسه او ترټلی غړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *