تاند- د افغانستان د مخدرو موادو د تولید په اړه د ملګروملتو په کالني راپور کې ویل شوي چې په دې هیواد کې د تریاکو تولید سږ کال تر بل هر کال زیات دی او تر ټولو ډېر تریاک په هلمند کې تولید شوي دي.

تر دې مخکې د افغانستان له مخدرو موادو سره د مبارزې وزارت ویلي و چې اویا فیصده کوکنار د هلمند په شمول په څلورو ولایتونو کې کرل کېږي.

د ملګروملتو د راپور له مخې افغان کروندګرو له افغانستانه د ناټو ځواکونو تر وتلو مخکې ځان ته د پیسو د زېرمه کولو لپاره سږ کال د نورو کلونو په پرتله تر ټولو زیات کوکنار کرلي دي.

د ملګروملتو له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې په راپور کې ویل شوي چې د کوکنارو د کښت ساحه په سلو کې ۱۳ زیاته شوې خو د تریاکو تولید، چې هیروین ورڅخه جوړېږي، د تېر کال په پرتله پنځوس فیصده زیات شوی دی.

وېره ده چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به د مخدرو موادو تولید نور هم زیات شي.

د ملګروملتو له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره وايي:«کروندګر د دې لپاره چې پیسې ټولې کړي او د ناڅرګندې راتلونکې په وړاندې تضمین ترلاسه کړي ممکن د کوکنارو کښت لا زیات کړي.»

دا اداره وايي چې کروندګر اندېښنه لري چې د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته به ګډوډي رامنځته شي.

په راپور کې ویل شوي چې سږ کال ( ۲۰۱۳ میلادي) پر ۵۱۶۴۵۰ هکتاره مځکه کوکنار کرل شوي. حال دا چې تېر کال (۲۰۱۲) پر ۳۸۰۵۴۲ هکتاره کرل شوي ول او په ۲۰۰۷ کې، چې ریکارډ بلل شوی و، پر ۴۷۶۹۱۳ هکتاره د کوکنارو کر شوی و.

په راپور کې ویل شوي چې د تریاکو تولید ۵۵۰۰ ټنو ته رسېدلی چې د تېر کال په پرتله تقریباً دوه برابره دي خو تر ۲۰۰۷ کال یو څه لږ دی. په ۲۰۰۷ کال ۷۴۰۰ ټنه تریاک تولید شوي ول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *