تاند- فیفا یا د فوټبال نړیوال فدرېشن نن اعلان وکړ چې د فوټبال د ۲۰۱۴ کال د نړیوالو اتلولیو، چې په برازیل کېږي، د ټکټونو په دوهم پړاو کې په ۷ ساعتونو کې دوه لکه لس زره ټکټونه وپلورل شول.
د فیفا په وینا په سلو کې ۶۰ ټکټونه برازیلیانو اخیستي دي.
له برازیلیانو وروسته د امریکا، استرالیا، بریتانیا او ارجنټاین اتباعو زیات ټکټونه رانیولي دي.
د ټکټونو د پلورلو شرط دا و چې هر څوک مخکې شو اول به پر هغه پلورل کېږي.
د ټکټونو د پلورلو په لومړي پړاو کې څه باندې ۶ ملیونه ټکټونه پلورل شوي ول حال دا چې فیفا د څه باندې یو ملیون ټکټونو د خرڅېدو تمه لرله.
د برازیل د فوټبال د نړیوالو سیالیو د ټکټونو د پلورلو لپاره بل پړاو د دسمبر په اتمه وروسته له دې پیلېږي چې د لوبډلو د ګروپونو د ټاکلو لپاره پچه واچول شي.