له هوا نه هوا ته توغول کېدونکی توغندی

تاند، سه شنبه، د میزان ۱۵مه: بهرنیو ځواکونو په هوايي عملیاتو کې د شلو ولایتونو لپاره د طالبانو نظامي مسوول مولوي کامران وژلی دی.

د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب تاند ته وویل، دا مهم طالب قومندان دتېره شپه د فراه ولایت د خاک سفید ولسوالۍ په نل دشت سیمه کې وژل شوی دی.

 نوموړی وايي، برید د مولوي کامران پر موټر شوی دی چې مولولي صمد، ملا داوود او مولوي اخونزاده په نوم د طالبانو څو نور مهم کسان هم په کې وژل شوي دي.

 د طالبانو  د شلو ولایتونو مسوول او ورسره نور قومندانان په داسې حال کې وژل کېږي چې د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر دوه ورځې وړاندې وویل، ډونالډ ټرمپ ورته امر کړی دی چې پر طالبانو دې عملیاتو ته شدت ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *