۱۶/۷/۱۳۹۸
ننګرهار والي مسئولينو ته د ښاري نظم رامنځته کېدو په موخه د وروستيو او جدي اقداماتو سپارښتنه وکړه.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د ښاري نظم کمیسون غړو سره په ناسته کې سپارښتنه وکړه، چې په ښار کې د نظم رامنځته کېدو په موخه وروستي او جدي اقدامات ترسره کړي.
دغه غونډه، چې ولايت مقام کې جوړه شوې وه پر مهال يې ننګرهار والي شاه محمود مياخيل، د ولايتي شورا مرستيال عبيدالله شينواري، غړو استاد اسرارالله مراد، افتخار مومند، د ولايت دفتر رئيس، جلال اباد ښاروال، ترانسپورت رئيس، ترافيکو مدير، ملي امنيت او نورو ادارو مسئولینو ګډون کړی و.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د ښاري نظم کميسون غړو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو په ښار کې د دايمي نظم رامنځته کېدو په موخه وروستي او جدي اقدمات تر سره کړي.
نوموړي د غير قانوني هډو اصلي ځايونو ته په انتقال، د موټرونو بې ځايه دريدو مخنيوي، د کمیسون له اجازې پرته د موټرونو په نه خلاصولو، د مخابراتو او تالاشۍ څلور لارو په خلاصولو او هغه مارکيټونه، چې تر دې دمه يې امنيتي کامرې نه وي نصب کړي د تړلو سپارښتنې وکړې.
ننګرهار والي مسئولینو ته همدا راز لارښوونه وکړه، چې ټولې هغه لارې يو طرفه کړي، چې ګڼه – ګوڼه پرې ډېره وي او ترافيکو پرمخ ستونزې پيدا کوي.
په دې ناسته کې مسئولینو ننګرهار والي سره د ښاري نظم په برخه کې د پلان شويو يو شمېر نورو کړنو تر سره کېدو او د مقام د لارښوونو تعقيب په برخه کې د اجراتو ډاډ څرګند کړ.
۱۵/۷/۱۳۹۸
ننګرهار والي په ولسي جرګه کې د اهل هنودو استازي نريندر سنګهـ او د جلال اباد ښار يو شمېر اوسيدونکو اهل هنودو سره وکتل.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د تلې په ۱۵مه د ښاروالۍ په مېلمستون کې په ولسي جرګه کې د اهل هنودو استازي نريندر سنګهـ او د جلال اباد ښار اوسيدونکو اهل هنودو سره په ناسته کې د دوی يو شمېر ستونزې او غوښتنې د حل په موخه واوريدې.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل اهل هنودو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزو ته به يې هر مهال ځانګړې پاملرنه وکړي.
نوموړي جلال اباد ښاروال ته د تيليفون پر کرښه د اهل هنودو د ستونزو حل سپارښتنه وکړه، چې نوموړي له لوري ورته د اجراتو ډاډ ورکړل شو.
په ولسي جرګه کې د اهل هنودو استازي نريندر سنګهـ له ننګرهار والي شاه محمود مياخيل مننه وکړه، چې تل يې دوی ته پاملرنه کړې او بېلابېلو برخو کې يې ورته سهولتونه رامنځته کړي دي.
په دې ناسته کې اهل هنودو ته په بېلابېلو برخو کې د سهولتونو په رامنځته کېدو او يو شمېر نورو ستونزو حل هم خبرې اترې وشوې.
۱۳۹۸/۷/۱۵
ننګرهار کې لس طالبان د سولې پروسې سره یو ځای او ۷ داعش ملي امنیت ځواکونو ته تسلیم شول .
چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت منسوبینو په هلو خلو ولس وسله وال طالبان د سولې بهیر سره یو خای شول،۷ داعش جنګیالي ملي امنیت ته تسلیم او همدا راز د تېرو درې میاشتو راهیسې تښتول شوی شاوخوا ۱۱ کلن ماشوم د تښتوونکو له منګولو ازاد او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
د دې ولایت والي شاه محمود میاخېل د تلې په ۱۵مه په همدې موخه په جوړ شوي مطبوعاتي کنفرانس کې چې د ملي امنیت رئیس ډګر جنرال نظرعلي واحدي هم شتون درلود، رسنیو ته وویل، د ملي امنيت موظفينو په هڅو لس وسله وال طالبان سولې بهير سره يو ځای او د دريو پاکستانيو په ګډون اووه داعش وسله وال تسليم شول.
نوموړي وويل، چې يادو کسانو خپل پنځلس ميله کلاشینکوف، يو ميل سل ټکه او يو ميل پيکا هم د ملي امنيت ادارې ته سپارلې ده،همدا راز یې زياته کړه، چې تسليم شويو کسانو په خوږياڼو، بټي کوټ، چپرهار، پچيراګام او اچين ولسواليو کې د دولت ضد کړنې تر سره کولې، چې په دې وروستيو کې د حقيقت په درکولو او د ملي امنيتي ځواکونو د ځپلو له ويرې حکومت سره يو ځای شول.
د سولې پروسې سره یو ځای شوي د وسله والو طالبانو مخکيني غړي ضياء الله وويل، چې له دوو کالونو راهيسې يې په بټي کوټ کې د وسله والو طالبانو په ليکو کې تخريبي کړنې ترسره کولې؛ خو کله چې وپوهيده، چې مشران يې په پاکستان کې دي او دوی ته ناوړه لارښوونې کوي؛ نو له مخالفت يې لاس واخیست او حکومت سره يو ځای شول .
د داعش وسله والو مخکيني غړي چمن ګل وويل، چې پخوا يې زامنو د طالبانو په ليکو کې فعاليت کاوه؛ خو د يو زوی په وژل کېدو او د طالبانو په وتلو سره يې داعش سره يو ځای شو.
نوموړي وويل: (( په دې وروستيو کې داعش او طالب وسله وال کمزوري شوي او د دوی ژوند هم سخت تيريده، هغه متل ده، چې ږلۍ زياته شي نو ببرې ونې ته به پناه وړې؛ ځکه خپل حکومت سره يو ځای شوم او ملاتړ يې کوم…))
په همدې حال کې ننګرهار والي شاه محمود میاخېل او د ملي امنیت رئیس ډګرجنرال نظرعلي واحدي د مسعود په نوم هغه يولس کلن ماشوم د هغه پلار ادم خان ته وسپاره، چې درې مياشتې وړاندې داعش وسله والو حکومت ته د جاسوسۍ په تور له شيرزادو ولسوالۍ څخه د پچير اګام تورې بوړې ته تښتولی وو.
مسعود وايي، چې درې مياشتې وړاندې د شيرزادو ولسوالۍ وډيسار سيمې څخه هغه مهال داعش وسله والو د دولت جاسوس په تور پچير اګام ولسوالۍ تورې بوړې ته وتښتاوو،چې یې په سيمه کې مالونه څرول.
د ياد ماشوم پلار ادم خان له امنيت رياست موظفينو مننه وکړه، چې زوی يې د داعش وسله والې ډلې له منګولو ازاد او ورته يې روغ او جوړ وسپاره.
۱۵/۷/۱۳۹۸
ننګرهار کې اطلاعاتو فرهنګ وزارت تاريخي او سياحيتي ځايونه رغوي
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل سره د اطلاعاتو فرهنګ وزارت مالي او اداري او سياحت برخې معينې سعيدې مژګان مصطفوي په دې ولايت کې د تاريخي او سياحتي ځايونو رغولو په موخه ناسته وکړه.
دغه ناسته، چې د تلې په ۱۵مه ولايت مقام کې تر سره شوه پر مهال يې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت بېلابېلو برخو مسئولينو، د دې ولايت د اطلاعتو فرهنګ رئيس او اطلاعاتو امر هم شتون درلود.
د اطلاعاتو فرهنګ وزارت مالي او اداري معينې سعيدې مژګان مصطفوي وويل، چې پلان لري، ترڅو په دې ولايت کې تاريخي او سياحتي ځايونه ورغوي او د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو پر مخ پرانیستی وساتل شي.
نوموړې همدا راز په دې ولايت کې د يو لوی کتابتون جوړيدو، لاسي صنايعو فرهنګ ترويج، او لاسي صنايعو ته د ځانګړي بازار جوړيدو په برخه کې له ننګرهار والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل وويل، چې ننګرهار يو تاريخي او فرهنګي ولايت دی، چې د ډاډمن امنيت درلودو ترڅنګ د کال څلورو فصلونو کې سياحت او بېلابېلو فعاليتونو تر سره کېدو په موخه زمينه برابره ده.
نوموړي د اطلاعاو فرهنګ معينې څخه وغوښتل، ترڅو د دې ولايت مملې تاريخي بڼ، تورې بوړې ته غځيدلی سړک د دره نور او اچين ولسواليو غرنۍ سيمې او نور ځايونه سياحت په موخه ورغوي، چې په ملي او نړيواله توګه ښه شهرت لري.
هغه زياته کړه، که يادې سيمې د سياحت په موخه ورغول شي او په کې سهولتونه رامنځته شي؛ نو په پراخه کچه به ورته د سيلانيانو پاملرنه جذب شي.
ننګرهار والي د اطلاعاتو فرهنګ مالي او اداري او سياحت برخې معينې ته په ټولو قانوني برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د دې ناستې پر مهال د ننګرها رولايت په يو شمېر نورو، کلتوري، فرهنګي او عنعنوي موضوعاتو بحث وشو او د دې ولايت فرهنګ بډاينې ته د ځانګړې پاملرنې کولو ډآډ څرګند شو.
ننګرهار کې د کډوالو، اقتصاد، قبايلو او سرحدونو چارو رئیسانو د کړنو کلنۍ ارزونه تر سره شوه.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل په مشرۍ د ارزونې کمېټې له لوري، چې په کې د ولايت مرستيال تميم عارف مومند، د ولايت بشري سرچينو رئيس احمد ضیاء عبدالزي، اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس هجرت الله اختيار او ولايتي شورا منشي حميرا رفيع شتون درلود د کډوالو، اقتصاد، قبايلو او سرحدونو چارو رئیسانو د کړنو کلنۍ ارزونه تر سره شوه.
د هر رئيس ارزونه د لايحې له مخې په جلا توګه وشوه، چې په کې په تر سره شويو کړنو، نوښتونو او نيمګړتياو بحثونه او سپارښتنې وشوې.
د يادونې وړه، چې په دې وروستيو کې د ننګرهار والي په مشرۍ د ارزونې کمېټې له لوري د دې ولايت ولسوالانو او رئيسانو د اصلاحاتو په موخه ارزونه پيل شوې، چې له مخې به يې د هرې ادارې په چارو کې ښه والی رامنځته شي.
۱۵/۷/۱۳۹۸
ننګرهار کې به د برېښنا له درکه ۷۲۲ پوروړي څارنوالۍ ته وروپيژندل شي
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د اداري مجلس په غونډه کې برېښنا رئيس ته سپارښتنه وکړه، ترڅو د برېښنا له درکه اووه سوه دوه ويشت پوروړو ته د پور اداينې توصيه وکړي او که پوروړي سرغړونه وکړي؛ نو څارنوالۍ ته به وروپيژندل شي.
ادارې مجلس غونډه، چې د تلې په ۱۵مه ولايت مقام کې جوړه شوې وه پر مهال يې ننګرهار والي شاه محمود مياخيل، د ولايت دواړو مرستيالانو، ولايتي شورا منشي حميرا رفيع او د دې ولايت ادارو رئیسانو او استازو ګډون کړی و.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د برېښنا رئيس اکرام الله عابد ته سپارښتنه وکړه، ترڅو د برېښنا له درکه اووه سوه دوه ويشت پوروړو ته د پور اداينې توصيه وکړي او که سرغړونه وليدل شي؛ نو څارنوالۍ ته به ور وپيژندل شي، ترڅو د قانون له مخې ور سره کړنه تر سره شي.
نوموړي وويل، چې جمهوري رياست له لوري په دې ولايت کې د اوبو، کانونو، ځنګلونو او سړکونو کنترول او ساتنې په موخه ځانګړې طرحه جوړيږي او د ادارو مسئولينو ته يې سپارښتنه وکړه، ترڅو د يادې طرحې په بډاينې او ښه تطبيق په موخه خپل نظرونه ور سره په ليکلي بڼه شريک کړي.
هغه زياته کړه، چې سياحتي سيمو او يادو سيمو ته غځيدلو لارو کې سهولتونو په موخه هم يوه طرحه جوړيږي، چې په تطبيق سره به يې دغه ولايت ته د سيلانيانو تګ راتګ زيات او سياحتي سيمې به ځانګړی اهميت پيدا کړي.
ده د جلال اباد ښاروالۍ مسئولينو ته هم سپارښتنه وکړه، چې د ځانګړې طرحې په جوړولو سره په ښار کې د رامنځته شويو بې نظميو مخه ونيسي.
ننګرهار والي همدا راز د دې ولايت د امنيت په برخه کې په وروستيو پرمختګونو رڼا واچوله او په اچين ولسوالۍ کې يې د برياليو عملياتو او امنيتي ساحې پراخيدو په هکله معلومات وړاندې کړل.
د اداري مجلس په غونډه کې د استيناف څارنوالۍ رئيس محمد ولي هاشمي وويل، چې روان کال د تروريستي، جنايي او نورو موضوعاتو اړوند شاوخوا اته سوه قضيې څارنوالۍ ته انتقال شوي، چې تېر کال د بېلابېلو قضيو شمېر ۱۴۱۰ و.
نوموړي وويل، چې په يو شمېر قضيو د قانون له مخې اجرات تر سره شوي او په پاتې قضیو به هم د قانون له مخې اجرات تر سره شي.
په دې غونډه کې د ګمرک رئيس نويد بشريار وويل، چې د سکينر او ډيجيټل ترازو په فعاله کولو کې جدي دی؛ ځکه فعالول يې امنيت او عوايدو لوړيدو کې مثبت رول لري.
نوموړي وويل، چې مرکزي ادارې سره يې خبرې کړي، چې په ټولو ګمرکونو يو ډول قانون تطبيق کړي، ترڅو په يو ډول عوايدو لوړيدو ته زمينه برابره شي.
په دې غونډه کې ننګرهار ولايت لپاره د اداري کمپلکس جوړيدو په موخه د ځمکې ټاکلو او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې اترې، پريکړې او بحثونه تر سره شول.
۱۳۹۸/۷/۱۶
په ټولنیزو چارو کې د ولایت مرستیالې د وروستۍ پېښې قربانیانو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل او د ټپیانو د روغتیایي وضعیت پوښتنه یې وکړه .
په ټولنیزو چارو کې د ننګرهار ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ تېره شپه په حوزوي روغتون کې د وروستۍ پېښې شهیدانو قربانیانو ته د فاتحې او تسلیت مراتب ترسره کړل،همدا راز یې په بېلابېلو خونو کې د ټپيانو روغتیایي وضعیت څخه لیدنه وکړه.
هغې په رامنځته شوې پېښه خواشیني وښوده او زیاته یې کړه، د افغانانو دښمنانو همېشه په بزدلانه بریدونو سره ملکي وګړي په نښه کړي او د وینو په تویولو سره یې خپل جنایت ښودلی دی .
د ننګرهار ولایت مرستیالې روغتیا پالو ته لارښوونه وکړه چې د ټپیانو په درملنه کې له دقت او سرعت څخه ګټه واخلي، ترڅو په ښې درملنې سره یې روغتیایي وضعیت کې ښه والی راشي .
د یادونې وړده چې د تېرې ورځې پېښه کې د یوې میرمنې او یو ماشوم په ګډون ۱۲ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او د څو ماشومانو او سپین ږیرو په ګډون ۳۲ نور ملکیان ټپیان شوي دي .
۱۵/۴/۱۳۹۸
جلال اباد ښار کې د شل ميليونه افغانيو په لګښت ګڼ شمېر پروژې پلې شوې
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار پنځمه ناحيه کې د څه باندې شل ميليونه افغانيو په لګښت يو شمېر فرعي سړکونه، ويالې، پلچکونه او پلې لارې جوړې شوې.
د معلوماتو له مخې د جلا ل اباد ښاروالۍ پنځمې ناحيې اړوند ابو يوسف شورا له لوري د اتلس ميليونه، اووسوه شپيته زره افغانيو په مالي لګښت څلور زره نهه سوه متره فرعي سړکونه او دوه سوه څوارلس میتره پلې لارې ورغول شوې.
په ورته وخت کې د يادې ناحيې د وحدت اسلامي شورا له لوري د څه باندې يو ميليون او دوه سوه پنځوس زره افغانيو په لګښت څوارلس سوه څلور څلويښت متره فرعي سړکونه، دوه زره اووه سوه پنځه پنځوس متره پلې لارې، درې سوه دوه ديرش متره ويالې او څوارلس پلچکونه تر جوړيدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
د جلال اباد ښاروالۍ مسئولينو معلوماتو له مخې له دغه تطبيق شويو پروژو څخه به زرګونه کورنۍ په مستقيم او غير مستقيم ډول ګټه پورته کړي.
۱۵/۷/۱۳۹۸
ننګرهار کې د سوداګرو ميرمنو د ظرفيت لوړونې په موخه د لاسي صنايعو درې ورځينی نندارتون پرانيستل شو.
ياد نندارتون ، چې د جلا ل اباد ښار په سپين غر هوټل کې جوړ شوی سوداګرو ميرمنو هغه توکې نندارې ته پکې ايښي ، چې په خپل لاس يې جوړ کړي .
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو يادو سوداګرو ميرمنو سره ژمنه وکړه چې لاسي صنايعو لپاره به يې نړېوال مارکيټ پېدا کړي.
د لاسي صنايعو دغه درې ورځينی نندارتون ، دښځو نړېوال د فتر او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري جوړ شوی ، چې موخه يې د سودا ګرو ميرمنو د ظرفيت لوړل دي.
د ياد نندارتون په پرانسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معينې سعيدې مژګان مصطفوي وويل : هڅه يې داده چې د لاسي صنايعو لپاره په نړېوال مارکيټ کې بازار پېداکړي.
نوموړې وويل: په هېواد کې جوړ شوي لاسي صنايع په نړيوال مارکيټ کې ځانګړی شهرت لري .
مصطفوي د ياد نندارتون ترڅنګ د سراج العمارت شاهي ماڼۍ د بيا رغونې له چارو او د غازي امان الله خان له مزار څخه هم ليدنه وکړه او د شاه غازي امان الله خان په مزار يې د ګلونو ګېډۍ کېښوده .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندويانو د برخې مسئول رامين عتيق زاده وويل: په ننګرهار کې به ټول هغه فرهنګي او سياحتي ځايونه ورغوي چې تاريخي ارزښت لري .
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس اورنګ صميم وويل: د شاه غازي امان الله خان د مزار د جوړيدو چارې څو ورځې وړاندې بشپړې شوې ، چې په وينا يې د خان عبدالعفارخان مزار او د سراج العمارت ماڼۍ تر کار لاندې دي ، چې دځينو نورو تاريخي ځايونو د جوړېدو وړانديز يې هم له مرکز سره شريک کړی .
۱۶/۷/۱۳۹۸
بهسودو ولسوالۍ کې ۱۳۲۰ تنو سره د دوه سوه څلور شپيته زره امريکايي ډالرو په لګښت د کاري وسايلو مرسته کيږي.
ننګرهار ولايت کليو پراختيا او بيا رغونې ادارې په چوکاټ کې د کليو اقتصادي پياوړتيا ملي پروګرام له لوري ۱۳۲۰ مېرمنو او نارينه و سره د دوه سوه او څلور شپيته زره امريکايي ډالرو په لګښت د کاري وسايلو مرسته کيږي.
د بهسودو ولسوال وايي، چې د ياد پروګرام له لوري به د ميرمنو ۱۰۷ او د نارينه و ۲۵ ګروپونو ته بېلابېلو برخو کې حرفوي زده کړې ورکړل شي، چې د زده کړو په پای کې به ورته کاري وسايل هم وويشل شي.
ولسوال وايي دغه پروګرام به په دې ولسوالۍ کې لس کاله دوام وکړي، چې د نهه ديرش شورا ګانو له لوري به پرمخ يوړل او په ترڅ کې به يې زرګونه کسانو ته د حرفوي زده کړو ترڅنګ د کار زمينه برابره شي.
۱۳۹۸/۷/۱۵
د ننګرهار مستوفي سره د موټرو یو شمیر بارګینونو مسؤلینو ژمنه وکړه چې د خرڅلاو پر مهال به په شفاف ډول مالیه ورکړي.
د ننګرهار ولایت مستوفي ګل افضل نادي د تلې په ۱۵مه د خپل کار په دفتر کې د دې ولایت د موټرو یو شمیر بارګینونو مسؤلینو سره په شفاف ډول د مالیاتو د ورکړې په موخه ناسته وکړه .
د دې ناستې پر مهال د بارګینونو مسؤلینو ژمنه وکړه چې د موترو د پلور پر مهال به په شفاف ډول خپله مالیه ورکړي او له دې لارې به د حکومتي عوایدو په لوړیدو کې مرسته وکړي .
۱۵/۷/۱۳۹۸
ننګرهار کې د ګلدوزۍ او بازار موندنې برخه کې مېرمنو ته شپږ مياشتنی روزنيز پروګرام پيل شو.
ننګرهار ولايت ښځو چارو رياست کې د افغان پيراماونټ خيريه ادارې له لوري ديرش مېرمنو ته د ګلدوزۍ زده کړې او لاسي صنايعو ته د بازار موندنې په موخه شپږ مياشتنی روزنيز پروګرام پيل شو.
ننګرهار ولايت ښځو چارو رئیسې فتانې عزيز خوښي وښوده، چې مېرمنو ته د ګلدوزۍ زده کړې او بازار موندنې برخه کې روزنه ورکول کيږي.
نوموړې روزونکو ته سپارښتنه وکړه، چې د ګلدوزۍ او بازار موندنې برخه کې ښځو ته په مسلکي ډول روزنه ورکړي، ترڅو په راتلونکې کې د لاسي صنايعو توليدات زيات او هم نورو مېرمنو ته د روزنې زمينې برابرې شي.
ښځو چارو رئيسې همدا راز د روزنيز کورس ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، چې ګلدوزۍ برخه کې زيار وباسي، ترڅو لاسي صنايع يې په کور دننه او بهر کې ښه بازار ولري.
۱۵/۷/۱۳۹۸
ننګرهار کې د کښتونو درملنه پيل شوه
ننګرهار ولايت کرنې رياست له لوري د کامې، بهسودو او مومندرې ولسواليو څخه په کښتونو کې د لښکري چينجيو مخنيوي په موخه د درملو شيندلو لړۍ پیل شوه.
په يادو ولسواليو کې لښکري چينجيانود سبزيجاتو پر کښتونو اخته شوي و، چې بزګرانو ته یې زيان اړولی و؛ خو د کرنې ادارې مسلکي ټيم په رسيدو او د دوا شيندلو سره کښتونه وژغورل شول.
ننګرهار کرنې ریاست مسئولين پر بزګرانو غږ کوي، چې لښکري چینجینانو او نورو افتونو لمنځه وړلو په موخه په ولسوالیو کې د ترویج او یا هم د بوټو ساتني او قرانطین لوی مدیریت ته خبر ورکړي ترڅو یې د بوټو په درملنه او د چينجيو په لمنځه وړلو کې ور سره همکاري وکړي.
۱۶/۷/۱۳۹۸
ننګرهار کې اووه داعش او طالب وسله وال ونيول شول
ننګرهار امنې قوماندانۍ د تروريزم پر وړاندې مبارزې مديريت پولیسو جلال اباد ښار او بېلابېلو سيمو کې د داعش اووه غړي او يو وسله وال طالب ژوندي ونيول.
د معلوماتو له مخې نيول شويو داعش وسله والو په جلال اباد ښار او يو شمېر ولسواليو کې تروريستي او تخريبي کړنې تر سره کولې، چې داځل پلان شويو تخريبي کړنو تر سره کولو وړاندې ونيول شول.
په ورته وخت کې پولیسو د خوږياڼو ولسوالۍ مربوطاتو کې يو وسله وال طالب، چې د انسان تښتونې په قضيو کې هم لاس لري نيولی دی.
نيول شوي کسان په امنې قوماندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دي، چې ډېر ژر به د قانوني اجراتو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپيژندل شي.