د کیلې د پوستکي
banana peel
کیله خوندور خواړه دي، فایبر، پوتاسیم او لکه د ویټامین سي په څېر انټي اوکسیډنټ لري. ډېر خلک چې کیله وخوري نو پوستکی یې غورزوي خو له دې لیکنې لوستلو وروسته ممکن دا چاره ونکړي او ګټه ترې واخلي. د کیلې پوستکی د پوستکي د پاملرنې، د وېښتانو د پاملرنې، د غاښونو سپینولو، په طب کې د لمړینو مرستو یا اولیه کمک، د کور پاکونې او باغ کې کارېدلای شي.
 
د کیلې پوستکی د پوستکي د پاملرنې لپاره
۱ – که چېرې د کیلې پوستکی په مخ وموښل شي د مخ د پوستکي ګنجې ورکوي او پوستکی روښانه ساتي
۲ – که چېرې د سترګو لاندې کېښودل شي د سترګو لاندې پړسوب ورکوي
۳ – د کیلې پوستکی د انسان پوستکی نرم ساتلای او له لوندوالي ژغورلای شي
۴ – د کیلې پوستکی د ځوانۍ دانې او ټپ یې کمزوری یا ورکولای شي
۶ – که چېرې پوستکی مو د (psoriasis) ستونزه لري بخار یې ارامولای او د بخار سیمه نرمه ساتي – پسوریازیس (psoriasis) د پوستکي ناروغي ده، په پوستکي کې د سره رنګ د بخار لامل کیږي
۷ – که چېرې په ذخې (wart) یوه شپه د کیلې پوستکی وتړل شي ذخه له پوستکي لرې کولای شي
 
په ۲۰۱۸ کال کې یوې مطالعې وښوده چې د کیلې پوستکی فېنولیک لري او یاده ماده ځواکمنه د مکروب ضد او اوکیسډنت ضد ځانګړنه لري.
په ۲۰۱۱ کې یوې بلې مطالعې موندلي چې د کیلې پوستکی بیو اکیټیف ترکیبونه لري لکه کاروټېنویډ او پولیفینول.
په ۲۰۱۲ کې یوې بلې مطالعې د کیلې د پوستکي په شیره کې د پړسوب ضد ځانګړنه وموندله.
 
د کیلې پوستکی د وېښتو د پاملرنې لپاره
که چېرې وېښته د کیلې په پوستکي ماسک شي وېښتو کې نرموالی او ځلا پیدا کوي. په کیلې کې انټي اوکسیډنټ ازاد راډیکالونه خنثا کوي او د وېښتو د روغتیا ساتنه کوي.
 
د کیلې پوستکی د غاښونو سپینولو لپاره
د کیلې پوستکي کې د باکتریا ضد ځانګړنه هم شته او (A.actinomycetemcomitans and P. gingivalis) له منځه وړي. دا باکتریاوې د غاښونو چارچاپېره ناروغیو پیدا کولو کې ونډه اخلي لکه د (gingivitis and periodontitis) ناروغۍ. که چېرې د کیلې پوستکی په مستقیمه توګه پر غاښونو وموښل شي د ووریو او غاښو لپاره ګټور دی. که چېرې تر یوې هفتې پورې هره ورځ همدا چاره تکرار کړی غاښونه مو هم سپینوي.
 
که چېرې د کیلې پوستکی په ګرمکیو، د شنو یا خسکو پر چیچلي ځای او یا هم د لمر په سوزولي پوستکي وموښل شي بخار یې ورکیږي.
که چېرې د کیلې یو کنګل شوی پوستکی په سر یا تندي او بل په څټ کېښودل شي سر درد کموي.
 
د کیلې پوستکی د کور پاکولو لپاره
ډېر خلک د کیلې په پوستکي د هغو بوټو پاڼې پاکوي چې د کور په داخل کې وي، د سلوري لوښو پاکولو کې هم ګټور دی، همداسې ځینې خلک یې د چرمي بوټو لپاره د رنګ په توګه کاروي.
 
په باغچو کې د کیلې پوستکی
که چېرې د باغچو یا باغونو په خاوره کې خښ شي د ځمکې د چونجیانو خواړه دي، که چېرې له اوبو سره ګډ شي د سرې په توګه بوټو ته ورکول کېدای شي، که چېرې د ګلاب د بوټو لاندې کېښودل شي د اېفېډ حشرو مخنیوی کوي. همداسې باغچې ته شاپېرک د راتلو لپاره هڅوي.
 
د کیلې پوستکی د خوړو لپاره
ډېر خلک یې اوبو کې وېشوي او چای ترې جوړوي، ځینې خلک یې په هغو ترو خوړو کې کاروي کوم چې د دودیزو درملو په توګه کاریږي لکه له مسالو جوړ درمل، ځینې خلک یې له بورې او اوبو سره پخوي او شیریني ترې جوړوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *