تاند، سه شنبه، د میزان ۱۵مه: د ننګرهار ولایتي اداره وايي، په جلال اباد ښار او خوږیاڼو ولسوالۍ کې یې د داعش ډلې اووه غړي او یو طالب نیولی دی.
د ننګرهار له ولایتي ادارې څخه تاند ته په یوه رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې د داعش ډلې د بریدونو اووه طراحان یې په جلال اباد ښار کې نیولي دي.
خبرپاڼه وايي، نیول شويو داعشیانو غوښتل ګڼ بریدونه طراحي کړي خو له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو لاس په لاس نیولي دي.
خبرپاڼه همداراز وايي، په خوږیاڼو ولسوالۍ کې یې هم یو طالب چې د انسان تښتونې په پېښو کې یې هم لاس درلود نیولی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، نیول شوي کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته ور وپېژندل شي.