تاند (سې شنبه، د میزان ۱۶) افغان امنیتي چارواکي په کندهار، زابل او روزګان کې د ۶۸ وسله والو طالبانو د وژل کیدو او د ۱۸ نورو د ټپي کیدو ادعا کوي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحیي علوی نن (سې شنبه)  وویل، چې د زابل په ميزانه، نوبهار او شاجوۍ ولسواليو کې د افغان او نړيوالو ځواکونو په توپچي او هوايي بريدونو کې ۲۰ وسله وال وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل شوي دي.

علوي همداراز وویل،  د دې ترڅنګ د روزګان په دهراوت ولسوالي کې یو طالب وسله وال له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شو او ۲ نور ژوبل شول.

له بلې خوا د کندهار د پوليسو ویندوی جمال ناصر بارکزی وايي چې په تېرو درييو ورځو کې د کندهار په معروف او ارغستان ولسوالیو کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۴۷ وسله وال وژل شوي دي.

روانه اوونۍ د امریکا دفاع وزارت وویل چې په افغانستان کې یې خپلو ځواکونو ته امر کړی چې د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو پر ضد بریدونه تېز کړي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویندوی بارکزي وايي، په دغو عملياتو کې د وسله والو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي. خو ده ونه ویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مرګ ژوبله پېښه شوې او که نه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *