تاند، سه شنبه، د میزان ۱۵مه: په کابل کې د امریکا سفارت وايي،د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د رایو په شمېرنه کې د درغلۍ امکان نشته.
د امریکا سفارت پر خپله رسمي پاڼه لیکلي، چې کارمندان یې تازه د ټاکنو کمېسیون د چارو له څارنې څخه راګرځېدلي دي او ډاډ یې ورکړی چې د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو بانک یې له نږدې کتلی دی چې د درغلۍ امکان په کې نشته.
د امریکا سفارت ټینګار کړی چې افغانان دې د رایو د قانوني، رڼو او بې طرفه پایلو د اعلان په اړه ډاډمن واوسي.
تر دې وړاندې د امریکا سفیر اندېښنه ښودلې وه چې د رایو د پایلو راټولونې په کار کې ځنډ اندېښمن کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون رئیسې ټینګار کړی چې د رایو پایلې به د بایومتریک دستګاو څخه په بې طرفانه ډول د میزان په ۲۸مه اعلانوي.
راپورونه ښيي چې د ټاکنو په ترڅ کې یو نوماند اشرف غني له ۶۰ سلنې زیاتې رایې وړې دي.
ښاغلي غني د جرمني له شپیګل مجلې سره هم په مرکه کې دا خبره تایید کړې او ویلي یې دي چې امکان لري د پنځو نورو کلونو لپاره به هم د افغانستان ولسمشر شي.