اقتصاد

په اقتصاد کې منطقي (Rational)

په عامه ژبه کې منطقي (Rational) هغه کس ته وایي چې هوښیار وي، په روښانه توګه خپل پیغام بیانوي او په اسانۍ د بل په پیغام پوهیږي په خپلو خبرو کې یې سالم فکر مل وي. منطقیتوب، عقلانیت او یا معقولیت ته (rationality) وایي او په اقتصاد کې (rationality) یو اقتصادي استازی د خپلې یا د بل د هوساینې او ښه والي لپاره لار ټاکي او د همدې لارې لپاره روښانه توضیح ورکوي او له دې وروسته هر اخیزو مالوماتو ته کتنه کوي کوم چې د هوساینې یا ښه والي لپاره مطلوب وي.

په اقتصاد کې  (Unemployed)

د کار اقتصاد پوهان خلک په درې ګروپونو وېشي یو هغه خلک چې اوس کار کوي حتا که کار یې پوره ورځ هم نه وي او نیمه ورځ کار کوي (employed) ورته وایي؛ دوېم ګروپ ته د (unemployed) نوم کاروي او دا خلک کار نکوي خو په کار پسې ګرځي، کار یې موندلی وي د کار لپاره یې وړاندیز کړی وي او د ځواب په انتظار وي او یا هم د کوم موقتي پوسټ لپاره منتظر وي – موقتي پوسټونه چې کار کوونکی ناروغ او یا هم رخصت وي بل کس یې د لنډ مهال لپاره پر ځای ګمارل کیږي. کوم خلک چې کار نکوي او په کار پسې هم نه ګرځي په اقتصاد کې (unemployed) نه ګڼل کیږي، که دا خلک مخکې په کار پسې ګرځېدل او په کار پسې ګرځېدو ستومانه کړي وي او په کار پسې له ګرځېدو لاس په سر شوي وي هم (unemployed) نه ګڼل کیږي. خو په عامه ژبه او یا هم ډکشنري کې د (unemployed) مانا ټول هغه کسان دي چې کار نلري.

په اقتصاد کې  (Money)

په اقتصاد کې هغې شتمنۍ ته وایي چې ډېره زیاته (liquid) وي – او (liquid) هغه شتمنۍ ده چې په اسانۍ سره په نغدو بدلیږي. پرته د وخت له اندازې د کچې لپاره اسعار ډالر یا نور اسعار دي. په (Money) کې چې څه موجود دي د هغې لپاره په اقتصاد کې مختلف تخنیکي تعریفونه موجود دي. د (Money) د کچې لپاره عامه کچه کوونه (M1, M2, and M3) ده. که چېرې داسې ووایو چې هغه انجلۍ ډېرې زیاتې پیسې (money) لري نو د اقتصاد په ژبه کې داسې وېل کیږي چې هغه انجلۍ زیاته مالي شتمنۍ (financial wealth) لري، په اقتصاد کې د دې جملې مانا یوازې دا نده چې هغه انجلۍ ډېره داسې شتمنۍ لري چې په اسانۍ په نغدو بدلېدونکې ده بلکې دا مانا هم لري چې له دې شتمنۍ یې عاید دېر کم یا صفر ده. د (money) په تخنیکي تعریف کې (stocks, bonds and other financial investments) ندي شامل. غېرې مالي شتمنۍ لکه تعمیر او ځمکه ممکن پکې شامل شي. که چېرې داسې ووایو چې هغه انجلۍ هره ورځ ډېرې پیسې ګټي د اقتصاد په ژبه ورته عاید (income) ویل کیږي.

په اقتصاد کې پانګونه او سرمایه (Investment and capital)

په ورته وخت کې مالي اقتصاد پوهان پانګونه (investment) عاید لرونکې شتمنۍ لکه (stocks and bonds) ته کاروي خو ماکرو اقتصاد پوهان (macroeconomists) پانګونه د ثابتې پانګونې (fixed investment) لپاره کاروي – ثابته پانګونه په یوه ځانګړې موده کې د تازه تولید شوو تولید کوونکو تجهیزاتو، تعمیر او یا نورو فزیکي شتمنیو پېرنې ته وایي.
د موجوده انبار پانګه (inventory investment) د وخت له تېرېدو سره د موجوده انبار ټولونې ته وایي.
په عامه ژبه او په مالي اقتصاد کې د پانګونې مانا یوه ده او دواړو کې عاید لرونکې شتمنۍ لکه (stocks and bonds) ته کاریږي.
مالي اقتصاد پوهان سرمایه (capital) هغې بسپنې یا مالي سرچینې ته وایي چې د یوې ځانګړې چارې لپاره ټاکل شوې وي او یوه سوداګري یې د توکو پېرلو لپاره کاروي تر څو خلکو ته خدمات او یا تولید شوي توکي ورکړي. ماکرو اقتصاد پوهان سرمایه تولید کوونکو تجهیزاتو ته کاروي لکه تعمیر او نورې ټولې فزیکي شتمنۍ.

په اقتصاد کې (Rent)

په عامه ژبه کې کرایه د یوې شتمنۍ موقتي کارونې په بدل کې نغدو ته وایي د بېلګې په توګه د موټر کرایه، د کور کرایه. په اقتصاد کې هغه ټولې د پیسو ورکړې دي چې د یوه تولید مالک یا د تولید عامل (فکتور) ته ورکول کیږي دا پیسې له قیمت څخه زیاتې وي او موخه یې د فکتور یا عامل په تولید بدلول وي. په بله مانا هغه پیسې دي چې تولید کوونکي ته د تولید له لګښت پرته اضافي ورکول کیږي تر څو تولید کوونکی د تولید لپاره وهڅوي. او د (unearned revenue) په توګه لیکل کیږي.

په اقتصاد کې (Dummy)

په عامه ژبه کې (Dummy) کم عقل یا نا لایقه او چپ کس ته وایي، بله مانا یې مجسمه ده کومه چې د کالیو په دوکان کې ولاړه وي او جامې ور اغوستل شوې وي درېمه مانا یې نانزکه یا ګوډۍ ده. په اقتصاد کې (binary variable) ته رجوع کوي – باینري ورایبل د یوه ځانګړي کیفیت شتون یا نشتون ښودلو لپاره کاریږي د بېلګې په توګه (male dummy) په دې مانا ده چې یو کس نر ده د نرتوب جنسیت ښودونکی ده. دلته یې مانا کمعقل نا لایقه نر یا د نر مجسمه نده.

په اقتصاد کې (Biased)

په عامه ژبه کې (Biased) متعصب او تعصب کولو دواړو ته وایي خو اقتصادي ارزونه (econometrics) کې د یو څه پر بل څه باندې د اغیز ارزونې ته وایي د بېلګې په توګه د لږ نه لږ یا حد اقل معاش پر استخدام کولو یا کار ګمارنې باندې اغیز. نو کله وایو چې (Biased) ده ؟ کله چې د یو څه په اړه فرضي ارزونه وشي او د لاسته راوړنې لپاره اټکل شوی وي خو ارزونه او د ارزونې لپاره کارېدلی تخنیک د تمې خلاف راووځي نو دلته دواړه ارزونه او تخنیک (Biased) ګڼل کیږي.

Absolute advantage

په اقتصاد کې هغې وړتیا ته رجوع کوي چې یو کس، یوه ډله، یو شرکت یا یو هیواد له خپل سیال څخه د زیاتو، خدماتو یا توکو د تولید وړتیا ولري خو د تولید لپاره یې له خپل سیال سره برابرې سرچینې وکاروي. ادم سمېت په لمړي ځل (Absolute advantage) په نړیواله سوداګرۍ (international trade) کې تشرېح کړ، په دې کې یې سرچینې یا اخذه یوازې کار کوونکي یاد کړي، په دې مانا چې (Absolute advantage) د دوه برابرو کاري ځواکونو د تولید د وړتیا پرتله کوونه ده. داسې هم امکان لري چې یوه ډله له نورو سره په هېڅ کې (Absolute advantage) ولري.
د بېلګې په توګه دوه کسان احمد او علي دواړه خیاطان دي احمد په یوه ساعت کې دوه جوړه جامې ګنډي او علي په یوه ساعت کې یو جوړ جامې ګنډي نو دلته انګرېزۍ کې ویلای شو چې (Ahmad has an absolute advantage).
په لاندې تابلو کې وګورئ چې انګلستان د کار کوونکو په ۸۰ ساعته کې د جامو یو واحد تولیدوي او پرتګال په ۱۲۰ ساعتو کې د جامو یو واحد تولیدوي له همدې امله انګلستان (Absolute advantage) لري همدا حالت په انګرېزۍ کې داسې ویلای شو (England has an absolute advantage in the production of cloth). همداسې د دواړو هیوادونو د واین تولید سره پرتله شوی انګلستان د کار کوونکو په ۱۰۰ ساعتونو کې د واین یو واحد تولیدوي او پرتګال په ۹۰ ساعتونو کې د واین یو واحد تولیدوي. پرتګال (Absolute advantage) لري او په انګرېزۍ کې دا حالت (Portugal has an absolute advantage in the production of wine) وېل کیږي.
Hours of work necessary to produce one unit
Country Cloth Wine
England 80 100
Portugal 120 90

 

Hours of work to commit after the specialization
Country Cloth Wine
England 80 + 100 0
Portugal 0 90 + 120

abandonment of the gold standard

د پیسو د سیستم (monetary system) پرېښودو لپاره د یوه دولت پرېکړه ده په کوم سیستم کې چې د حساب د اقتصاد معیاري واحد د سرو زرو ځانګړې کچه وي.

Adaptive expectations

په اقتصاد کې یو فرضي بهیر ده په کوم کې چې خلک د راتلونکې په اړه د تېر وخت پر بنسټ وړاندوینې کوي او خپلې تمې جوړوي. په بله مانا تېر وخت کې څه شوي او په راتلونکې کې به څه کیږي د همدې پر بنسټ د خپلې راتلونکې تمو جوړولو ته (Adaptive expectations) وایي. د بېلګې په توګه که چېرې په تېر وخت کې انفلاسیون له تمې زیات وو نو د راتلونکې لپاره خلک خپلو تمو ته بیا کتنه کوي.

په دې کې د راتلونکي کال د انفلاسیون نرخ  ده د کوم چې په اوسنۍ کال کې  شوې وه او P د انفلاسیون فعلي نرخ ده.
په دې کې  د ۰ او ۱ ترمنځ ده. په دې کې وېل شوي چې اوسنۍ تمه کې د راتلونکې انفلاسیون د تېر وخت انفلاسیون منعکس کوي.
د (Adaptive expectations) تیوري په تېر وخت کې د ټولو مودو لپاره کارېدلای شي:
په دې کې  فعلي انفلاسیون د تېرو  کلونو سره مساوي ده. څومره چې تېر وخت ته ځو همدومره وزن کمیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *