تاند، سه شنبه، د میزان ۱۵مه: پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې له زلمي خلیلزاد سره د طالبانو په لیدنه کې د انس حقاني او د امریکايي پوهنتون د استادانو خوشې کولو په تړاو د هوکړې وړاندیزونه تبادله شوي دي، خو دواړه لوري کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.
پاکستاني رسنیو ویلي، د دواړو لوریو تر منځ د مذاکراتو په برخه کې د بن بست ماتېدو نښې نه دي لیدل شوي خو د بندیانو په تبادله یې ټینګار کړی دی.
پاکستاني رسنۍ دي نیشنل انټرسټ د یو طالب چارواکي له قوله ویلي، له افغان زندانه یې د انس حقاني په شمول د طالبانو د لوړ پوړو بندیانو له خلیلزاد سره د معاملې هڅه کړې ده.
ورځپاڼه وايي، خلیلزاد طالبانو ته ویلي، د یوولس خوشې شویو طالب بندیانو په بدل کې دې ورته له دریو هندي انجینرانو سره هم مهاله دوه د امریکايي پوهنتون استادان هم ورخوشې کړي، خو طالبانو بیا ویلي په دې فرمایش به یې عمل به په دویم پړاو کې ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د دریو هندي انجینرانو په بدل کې وړمه ورځ د کونړ لپاره د طالبانو د والي شیخ عبدالرحیم او نیمروز لپاره د طالبانو د والي ملا رشید په ګډون ۱۱ طالبان خوشې کړل.
طالبانو د خپلو بندیانو د خوشې کېدو خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې دا کسان ورته په بغلان کې تسلیم کړای شوي دي.
همداراز طالبانو هم د ۲۰۰۸ کال راهیسې د بغلان د بریښنا پر پروژه بوخت د ۷ تښتولیو هندي انجینرانو له ډلې درې کسان خوشې کړي دی.