تاند، سه شنبه، د میزان ۱۶مه: د امریکا د فډرالي پولیسو اداره وايي، د سامویل لیټل په نوم یو نیول شوي کس ورته اعتراف کړی دی چې له ۱۹۷۰ کال راهیسې یې تر ۲۰۰۵ کاله پورې ۹۳ کسان وژلي دي.
د امریکا د فډرالي پولیسو یا ایف بي آی ادارې پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې د سامویل لخوا د وژل شویو په لیست کې زیاتره یې مېرمنې دي.
ایف بي آی د ښاغلي سامویل اړوند یو سریال خپور کړی دی چې په لومړیو کې د ده په لاس د زیاتره وژل شویو کسانو د مرګ علت مخدره توکي، تصادف او نورې پېښې بلل شوې دي، یا هم د ګڼو وژل شویو کسانو مړي هیڅ ندي موندل شوي.
سامویل په ۲۰۱۴ کال کې د دریو وژنو په تور په عمري بند محکوم شوی و، خو اوس یې اقرار کړی دی چې په ۹۰ نورو قتلونو کې هم لاس لري.
سامویل لیټل چې پخوا بوکسر و او په سامویل مکډاول مشهور و، په ۲۰۱۲ کال د دریو قتلونو په جرم په کنتاکي کې نیول شوی و.
هغه مهال د ډی این ای ټیسټونو له لارې پر سامویل درې قتلونه ثابت شول چې له کبله یې په ۲۰۱۴ کال محکمې نوموړي ته د عمري بند سزا واوروله.
فرانس پریس اژانس اوس د سامویل په اړه د ایف بي آی له قوله ویلي چې د نوموړي دوسیه به له دې وروسته بیرته محکمې ته استول کېږي.