تاند، چهار شنبه، د میزان ۱۷مه: د کابل په تیمورشاهي بازار کې د خوراکي او نورو توکو په یو لوی ګودام کې اورلګېدنې لږ تر لږه ۵۰ هټۍ سېځلې دي.

د کابل ښاروالۍ ویانده نرګس مومند حسنزۍ تاند ته وايي، پېښه د وچې مېوې او پلاستیکي لوښو د خرڅلاو په یو لوی ګودام کې شوې ده چې له کبله یې ځاني تلفات ندي اوښتي خو مالي زیانونه زیات دي: (( دا پېښه تېر ماښام رامنځته شوې، د اطفایې عمله پر ورسيدله او د شپې تر ناوخته یې خدمات ترسره کړل.))

عیني شاهدان هم وايي، دغه ګودام له ډېرو زیاتو سوداګریزو مالونو ډک و چې اوس په بشپړ ډول له منځه تللی دی.

یو هټۍ وال د نوم نه ښودلو په شرط وايي، پېښه په عمدي ډول د دوکاندارانو د اختلاف په پایله کې رامنځه شوې ده، خو د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز بیا وايي، په دې اړه پلټنې روانې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *