تاند، چهار شنبه، د میزان ۱۷مه: د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو یې په سرپل ولایت کې په یو زر کېلوګرامو بار موټر بم خنثی کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تاند ته د ټلیوفن په لیکه وویل، د پولیسو ځانګړو ځواکونو د شاهراه له پولیسو سره یو ځای په ګډه عملیاتو کې دا موټر بم کشف او خنثی کړی دی.

نوموړی وايي، طالبانو په دغه موټر کې ۱۰۰۰ کېلو ګرامه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې په سرپل ښار کې چاودنه ورکړي، خو پولیسو له دغه موټر سره یو شکمن کس هم نیولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *