تاند، چهار شنبه، د میزان ۱۷مه: جرمني د ۴۴ افغان پناه غوښتونکو ډله چې په دغه هېواد کې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي وو، نن کابل ته راورسول.
د کابل هوايي ډګر مسوولانو هم تاند ته تایید کړه چې دغه ۴۴ کسیزه ډله نن سهار د کابل پر هوايي ډګر ښکته شوې ده او خپلو کورونو ته تللي دي.
دا په وروستیو دریو کلونو کې ۲۸مه جوپه افغان کډوال دي چې جرمني یې د پناه غوښتنه رد کړې او دوی یې کابل ته راستانه کړي دي چې ورسره له المانه افغانستان ته د راشړل شویو کډوالو شمېر ۷۲۰ ته ورسېد.
دا په داسې حال کې ده چې له جرمني څخه له دې وړاندې بشري او د کډوالو ملاتړو ادارو غوښتنه کړې وه چې له خپلې خاورې دې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي.
د بشري حقونو ملاتړې ادارې لا هم د افغانستان وضعیت د راستنو شویو کډوالو لپاره خوندي نه بولي.