تاند، چهار شنبه، د میزان ۱۷مه: د ولسي جرګې یوه غړې بلقیس روشن وايي، امریکا او طالبانو افغان خاوره پر پاکستان پلورلې ده.
اغلې بلقیس روشن نن د جرګې عمومي غونډې ته په وینا کې د اسلام اباد په کوربه توب د طالبانو او خلیلزاد لیدنې ته په اشاره ویلي، دا د شرم خبره د هچې امریکا او طالبانو په ګډه د افغانستان د خرڅولو سودا پيل کړې او افغان حکومت او سیاسي رهبران خاموشه ناست دي.
اغلې روشن خبرداری ورکړی که د حکومت او سیاسیونو خاموشي دوام وکړي طالبان به خپل نور زندانیان هم ازاد کړي او د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله به زیاته شي: (( که دولت او سیاسیون رښتیا هم د ملي منافعو لپاره کار کوي باید د وروستیو مسایلو په اړه مسوولانه دریځ ونیسي.))
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستیو کې د خپلو ۱۱ بندیانو په بدل کې درې هندي انجینران راخوشې کړي دي.
ویل کېږي په دې اړه هوکړه څو ورځې وړاندې د ملا غني برادر او خلیلزاد تر منځ لیدنه کې شوې ده.
خو افغان حکومت لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په دی کط شک نه شته چې طالبان او امریکا به افغانستان په پاکستان خرڅ نه کړي خ, مهمه داده چې دا غله سیاستمداران دی د وطن غم وغوري او په ؛ده دی د دغی تور ی ارتجاع او خونخوار امپریالیزم مخنیوی وشي!ا