تاند، چهار شنبه، د میزان ۱۷مه: د ټاکنو خپلواک کمېسیون هغه ادعاوې رد کړې چې د دغه ټاکنیز بنسټ پر تخنیکي او کمپیوټري سیسټم د هیکرانو بریدونه شوي دي.

کمېسیون په دې اړه یوه خبرپاڼه کې ټولې ادعاوې رد کړې دي او  له ټولو لوریو یې غوښتنه کړې ده چې د دوی کارونه سم روان دي او د پایلو تر اعلان پورې دې صبر وکړي.

خبرپاڼه وايي، د ټاکنو د پایلو پر سیسټم د هیکرانو د بریدونو اوازې درواغ دي او یوازې له بایومتریک دستګاو څخه د د اطلاعاتو بانک ته د موادو لېږدولو کې ځینې ستونزې پیدا شوې دي.

کمېسیون وايي، تخنیکي همکاران یې هڅه کوي چې خپل سرور چټک کړي او د پایلو انتقال اطلاعاتي بانک ته ژر ترسره شي.

 کمېسیون همدا راز ټینګار کړی چې د هېواد وضعیت ته په پام د ټاکنو د سم مدیریت په تړاو ټینګه ژمنتیا لري او رڼې او پر وخت پایلې به اعلان کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *