تاند، پنجشنبه، د میزان ۱۸مه: افغان حکومتي چارواکو پاکستاني چارواکو ته ویلي، دوی نشي کولی ۲۴ ساعته په تورخم فرضي دروازه له پاکستانه را اوښتونکو لاریو ته ازادانه اجازه ورکړي.
پاکستاني حکومت دوه اوونۍ وړاندې ویلي وو د تورخم دروازه به ۲۴ ساعته د مساپرو او لارۍ موټرو د تګ راتګ لپاره خلاصه وي، خو افغان حکومت له دغې پرېکړې سره مخالف دی او وايي، له پاکستانه افغانستان ته یوازې د سهار له نهو بجو څخه د شپې تر ۷ بجو پورې لارۍ موټر اوښتلی شي.
د ډیلي ټایمز ورځپاڼې په حواله د سه شنبې په ورځ د افغان چارواکو او پاکستاني مسوولانو تر منځ ناسته کې پاکستاني لوري د دغې مسئلې شکایت کړی دی، خو په تورخم کې افغان چارواکو ورته ویلي، له کابله ورته امر شوی د ټاکنو د پایلو شمېرلو له کبله دې په دغه مهالویش له پاکستان سره مخته ولاړ شي.
ډیلي ټایمز په تورخم فرضي دروازه د پاکستان د ګمرکي چارواکو له قوله وايي، دوی هره ورځ په سوداګریزو مالونو بار ۳۰۰ موټر افغانستان ته د اوښتو لپاره چمتو کوي، خو افغان حکومت اجازه نه ورکوي چې له کبله یې اوس ۱۲۰۰ ټېلر موټرې په دروازه کې منتظرې پاتې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړي وزیر د سپټمبر په ۱۸مه نېټه د تورخم فرضي دروازه د ۲۴ ساعتونو لپاره مساپرو او سوداګریزو لاریو ته پرانیسته.