تاند، پنجشنبه، د میزان ۱۸مه: یو پخوانی امریکايي جنرال وايي، له طالبانو سره د امریکا مذاکراتو ګټه نه ده کړې او اوس اړتیا ده چې امریکا په افغانستان کې اوږدمهاله حضور وساتي.
جنرال ډیویډ پټریاس چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قومندان پاتې شوی وايي، هیڅ داسې شواهد نشته چې وښيي طالبان رښتیا هم له جګړې څخه لاس اخیستونکي دي.
جنرال پټریاس ویلي: (( ولسمشر ټرمپ ته مې دا مشوره ده چې که په افغانستان کې تلپاتې اډې لرل مو امکان ونلري نو حد اقل هڅه دې وشي چې اوږدمهاله حضور مو وساتل شي، ځکه له طالبانو سره خبرې مؤثرې نه وې او طالبان به له تاوتریخوالي لاس وانخلي.))
ښاغلي پټریاس ټینګار کړی دی چې له افغانستان څخه د وتلو په تړاو هره پریکړه د امریکا د ملي امنیت له ادارې سره په مشوره وشي.
نوموړي ټینګار کړی چې امریکا باید د افغان پوځ په پیاوړتیا کې مهم رول او ژمنې عملي کړي چې د طالبانو د ځپلو لوړ توان پیدا کړي: (( افغان ځواکونه لا هم د طالبانو په بریدونو کې وژل کېږي، امریکا او نړیوال ایتلاف باید د دوی تجهیز او روزنه په ښه شکل سره وکړي.))
جنرال پټریاس په داسې حال کې د امریکايي حضور د دوامداره ساتلو خبره کوي چې له طالبانو سره د امریکا مذاکرات مات شوي او دغه هېواد پر طالبانو د فشار واردولو ګواښ او ټینګار کړی دی.