تاند، پنجشنبه، د میزان ۱۸مه؛ د افغانستان د ټاکنو کمېسیون د آی ټي مشر عدلي او قضايي ادارو ته د څېړنو لپاره معرفي شوی دی.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون نن پنجشنبه دا خبره منلې او وايي، د کبیر پناهي په تړاو یې لویې څارنوالۍ ته شکایت کړی و چې څېړنې ترې وکړي.

پر کبیر پناهي تور دی چې ولې په بایومتریک ماشینونو کې تخنیکي ستونزې دي او د ځینو رایه ورکووونکو نومونه ورک دي؟

دا په داسې حال کې ده چې تر کبیر پناهي وړاندې د پارلماني ټاکنو د نه مدیریت له کبله د ټاکنیزو کميسیونونو ټول کمېشنران محکمې په پنځه کلن بند محکوم کړي او اوس په زندان کې شپې ورځې تېروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *