تاند، پنجشنبه، د میزان ۱۸مه: د پروان د برښنا شرکت ولایتي دفتر وايي، د جنوبي سالنګ په قلاتک تنګي آجان کې د وارداتي برښنا پایه ځايي نامسووله وسله وال قومندان په بمونو الوځولې ده.
د پروان د برښنا شرکت رئیس ناصر احمدي وايي، دا کس امپراتور نومېږي او تر اوسه پورې یې حکومت د نیولو هڅه نه ده کړې.
نوموړی وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې د نامسووله وسله والو قومندان امپراتور دا کار ولې کړی دی؟ خو باید وویل شي چې پروان ولایت له کلونو راهیسې د نامسووله وسله والو د ځالې په توګه پېژندل کېږي.
بلخوا په کابل کې د برښناشرکت د عمومي ریاست ویاند ښاغلی وحید الله توحیدي وايي، سیمې ته یې تخنیکي کارمندان او وسایل استولي دي چې تر څلورو ورځو پورې به خپل کارونه بشپړ او له کابل و ولایتونو سره به د ازبکستان د ۲۰۰ میګاواټه وارداتي بریښنا لاین وصل کړي.