تاند- په جرمني کې هغه افغان پناه غوښتونکي چې خپله ۱۵ کلنه انډیواله یې وژلې وه، په بند کې په داسې حال کې مړ وموندل شو چې ځان یې په دار کړی و.
دا ځوان، چې بشپړ نوم نه د جرمني د محرمیت د قانون پر اساس نه افشا کېږي، یوازې عبدالمبین ښودل شوی او د تېر کال په سپټمبر کې په چاړې د خپلې انډیوالې میا في (Mia V) د وژلو په جرم په ۸ کاله بند محکوم شو.
د لوېدیځو رسنیو د راپور له مخې، څارنوالان وايي، د عبدالمبین مړی نن (پنجشنبه) سهار وختي د جرمني د لوېدیځ د شیفرستید (Schifferstadt) ښار په یوفینایل مجبس کې وموندل شو.
یوه جګپوړي څارنوال هربرت ستروبر (بیلډ) ورځپاڼې ته وویل، داسې هیڅ نخښه نه لیدل کېږي چې د عبدالمتین په مړینه کې دې د چا لاس وي خو ویې ویل په دې اړه څېړنه کوي ځکه چې عبدالمبین کوم لیکلی پیغام نه دی پرې ایښی.
عبدالمبین د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په ۲۷ کې په کندل ښار کې په یوه درملتون کې د خپلې انډیوالې پر وژلو اعتراف کړی و.
دی د پېښې د شاهدانو له لوري ونیول شو او پولیسو ته وسپارل شو.
پولیس وايي چې ده خپله انډیواله په دې خاطر ووژله چې هغې ورسره اړیکې پرې کولې.
عبدالمتین د ۲۰۱۶ م کال په اپریل کې جرمني ته پناه وړې وه خو د ۲۰۱۷ په فبرورۍ کې یې د پناه غوښتنلیک رد شو.