(دوېمه برخه)/ ایمانوېل کانت
د کانت سوچه هوښیارتیا انتینومي کې دا لاندې د کانت تیزې او انتیتیزې په یوه لښتکي کې وې اوهغه په لومړۍ برخه کې له تاند درنې پاڼې څخه په چاپ کې نه دې راغلي.دا دۍ چېپه ځانله توګه تاسوته وړاندې کیږي.
ښوونه یې په لومړۍ برخه کې شته
تیزې اوانتیتیزې یې دي:
Antinomien der reinen Vernunft nach Kant (B454ff)
د سوچه هوښیارتیا یا فکري توان انتینومي
لومړی-
Theseتیزې :،، نړۍ په وخت کې یو پیل لري، اود فضا له مخې په پولوکې رابنده ده.،،
Antithese انتیتیزې: ،،نړۍ پیل نه لري، او په فضا کې پولې، په ځانګړې توګه هم د وخت په لید او هم د فضا له مخې، ناپای ده.،،
دویم:
تیزې: په نړۍ کې یو هر یوځای شوی شۍ له ساده برخو جوړدۍ، اوهرچیرته دا شته نه د ساده په څیر، یا دا، څه چې دې یوځای شوي دۍ.،،
انتیتیزې: ،،په نړۍ کې هیڅ یوځای شوی شی له ساده برخو جوړ دۍ (په نړۍ کې یوځای شوی شی له ساده برخو نه دۍ جوړشوی)، او هر چیرته په انځورونه کې نه- ساده شته (ساده نه شته).،،
دریم-
تیزې: ،،د پیداېښتي لار(قانون) له مخې کوزالیتي یوګونې یا یواځنۍ نه ده، له کومې چې د نړۍ څرکندیدنه رابیلیدی شي. یوه بله کوزالیتي د خپلواکۍ له لارې د همغې روښانه- ونې د نیونې له پاره اړیینه ده.،،
انتیتیزې: ،،خپلواکي نه شته، بلکه په نړۍ کې هرڅه ځانله او ځانله د پیداېښتي لارو یا قوانینو سره پیښیږي.،،
څلورم-
تیزې: ،،په نړۍ کې یو څه شته، کوم، چې د هغې برخه یا د هغې سرچینه ده،اوساده یو اړیین شتون دۍ.،،
انتیتیزې: ،،هرچیرته ساده نه اړیین شته شتون لري یا شته، نه په نړی کې اونه د نړۍ دباندې، پرته د هغه له سرچینې.،،