تاند، جمعه، د میزان ۱۹مه: په پاکستان کې د افغانستان لوی سفارت د پاکستاني پولیسو د ناروا سلوک له کبله په پیښور کې خپله قونسلګري په احتجاجي ډول وتړله.
په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل تېره ورځ د افغان مارکیټ له سر څخه د پاکستانی پولیسو په لاس د افغانستان د بیرغ راغورځولو او توهین او د محکمې له لوري یو کشمیري ته د دغه مارکیټ د ملکیت ورکولو په تړاو ویلي وو، دا پریکړه ورته نه منلو نه ده او که بیا پاکستاني پولیسو په دغه مارکیټ کې افغان هټۍ وال وځورول یا یې هم د افغانستان بیرغ له مارکیټ څخه ښکته کړ، دوی به یې په غبرګون په پېښور کې خپله قونسلګري وتړي.
خو اوس ویل کېږي چې پاکستاني پولیسو تېره شپه بیا پر افغان مارکیټ چې د افغانستان د قونسګرۍ په ځمکه کې ودان شوی دی، برید کړی او د افغانستان بیرغ یې ترې غورځولی دی.
په دې تړاو په پاکستان کې د افغانستان سفارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی د پاکستاني حکومت د ناروا سلوک په غبرګون خپله قونسلګري په پيښور کې وتړله.
خبرپاڼه وايي، تېره شپه پاکستاني پولیسو پرته له دې چې قونسلګري په جریان کې واچوي، پر دغه مارکیټ برید کړی دی او د افغانستان بیرغ یې ترې ښکته کړی دی چې له کبله یې د افغانستان حکومت دا کار د ښه ګاونډیتوب خلاف بولي او په غبرګون یې خپله قونسلګري احتجاجا تړي.
افغان سفارت ادعا لري چې افغان مارکیټ د پیښور افغان قونسلګرۍ په ملکیت کې له کلونو راهیسې ودان او مالکیت یې له افغانانو سره دی، خو اوس پرې د شوکت کشمیري په نوم یو کس دعوای کړې او محکمې هم د سیاسي پریکړې له مخې د دغه مارکیټ قباله کشمیریانو ته ورکړې ده.
وړمه ورځ پاکستاني پولیس له شوکت کشمیري سره سیمې ته تللي، لارې یې تړلې دي او د افغان مارکیټ د ځینو دوکاندارانو له وهلو ډبولو وروسته یې د مارکیټ ځینې برخې نړولي او افغان بیرغ یې ترې غورځولی دی.