تاند، جمعه، د میزان ۱۹مه: د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر په باکو ښار کې د افغاني تولیداتو د ستر نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، د کابل او اذربایجان اقتصادي راکړه ورکړه ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې ده.
شاهین مصطفایف ویلي، په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان او اذربایجان خپلمنځي سوداګري ۳۰ سلنه وه، خو د ۲۰۱۹ کال په لومړیو اتو میاشتو کې دا ګراف په ۲۳ سلنه کې وو چې د کال په بشپړېدو سره به لا زیاته وده وکړي.
ښاغلي مصطفایف همدا راز زیاته کړې ده چې افغان سوداګرو ته په اذربایجان کې د محصولاتو د بازار په برخه کې غوره فرصتونه برابر شوي دي: (( همدا نندارتون هم د افغاني صادراتو او تولیداتو لپاره د تر ټولو غوره بازار زمینه سازي کوي.))
دا په داسې حال کې ده چې د اذربایجان په باکو ښار کې د افغاني وچې مېوې، خوراکي توکو، ساختماني موادو او لاسي توکو د نندارتون په ۵۰ غرفو کې نږدې ۴۰ افغان شرکتونو خپل تولیدات نندارې ته ایښي دي.