تاند- د افغانستان د باسکټبال ملي لوبډلې د باسکټبال په اسیايی سیالیو کې د مادیپ ټیم ته د ۵۲ په وړاندې په ۹۹ نومرو ماتې ورکړه.

ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان د باسکټبال ملي ټیم د نیپال له ټیم سره مخامخ شي. که نیپال ته هم ماتې ورکړي افغان لوبډله به په روانو اسیايي سیالیو کې پایلوبې ته ووځي.

په دې سیالیو کې، چې د هند په پلازمېنه ډیلي کې روانې دي، د جنوبي اسیا اته لوبډلې برخه لري. دا هیوادونه عبارت دي له؛ هند، سریلانکا، بنګله دېش، نیپال، مالدیپ، افغانستان، پاکستان او بوټان.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ