تاند، جمعه، د میزان ۱۹مه: د چین ولسمشر او رهبر شیجن پېنګ په یو دوه ورځني سفر هندوستان ته تللی چې د هند د لومړي وزیر ناریندرا مودي لخوا یې تود هرکلی شوی دی.
د شیجن پېنګ په ور رسېدو ناریندرا مودي تر یو ساعت پورې نوموړی د هند په مهمو تاریخي ځایونو وګرځاوه او هغه ته یې ګڼې سیمې ور وښودلې.
دا خپل سیاسي او سیمه ییز رقیب هېواد ته د شیجن پېنګ یو تشریفاتي سفر دی چې سباته به یې ګڼې رسمي لیدنې ترسره شي.
هند او چین له اوږدې مودې راهیسې اقتصادي او سرحدي مشکلات لري چې اکثره مهال یې خپلمنځي اړیکې خورا ترینګلي حالت ته رسېدلې دي.